جنسي لارښود

د وکوروالي آداب وپیژنئ

کوروالي آداب Sex etiquettes
This is the Favicon or Site Icon of Zwak News which is official logo Zwak News in it.
Written by Zwak News

جماع آداب:

جماع دې داډول نه وي چي دقبلې ولوري ته مخ وګرځوي لکه څرنګه چي عمروبن حزم او عطاء دې کار ته مکروه ویلي دي
لایستقبل القبلة حال الجماع٬
په دې وخت کښي دې زیاتې خبري هم نه کوي
ویکره الاکثار من الکلام
ولې چي دا دشرم حیاء او غیرت غوښتنه هم ده کاملا دې دپردې په حال کښي وي نه دې دوي څوک ویني او نه دې څوک دښځې اوسړي اواز اوري او نه دې دکوروالي پروخت دچا سترګي پرمښلي
( المغني)
دخلوت رازدې هم دنورو ومخته نه ښکاره کوي رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي دي چي بد ترین سړئ هغه دئ چي خپلې ماینې ته ورشي اویوبل غېږپه غېږشي بیا خاوند ددې راز ظاهر کړي
( مسلم ۴۶۴۱ باب تحریم افشاء سرالمرءة)
امام نووي ددې حدیث په تشریح کښي لیکلي دي چي دجماع کیفیت یوبل څخه خوند اخیستلو طرېقې او دښځې دخوا ظاهرکیدونکي افعال یاخبري دبل چا مخ ته بیانول حرام دي
( نووي علی مسلم)
داخبره هم مستحب ده چي دجماع څخه مخکې دجماع دبلنې په وسیله دې دښځې اشتهاء په پوره ډول راوپارول شي ٬ له جابر رضی الله تعالی څخه روایت شوئ دئ چي نبي صلی الله علیه وسلم تر ملاعبت مخکې له جماع کولو څخه منعه کړې ده
نها رسول الله صلی الله علیه وسلم عن المواقعة قبل الملاعبة
( المعاد ۱۷۳۳ هدیه رسول الله صلی الله علیه وسلم فی الجماع)
داهم ضروري ده چي زوجین٬ خاوند او ماینه دې په جماع کښي یو دبل خیال وساتي رسول الله صلی الله علیه سلم فرمایلي دي چي کله مېړه خپله ماینه د دې دندې دپاره راوغواړي او هغه له راتلو څخه انکار وکړي نو ترسهاره پورېفرشتې پردې ښځه باندې لعنت وایي
( بخاری ٬ باب اذاباتت المرءة مهاجرة)
داډول ئې خاوندانو ته دا امروکړو چي تر څو پورې په ښځه کښي ددومره درجې شهوت راپورته نه سي لکه څرنګه چي ستاسو دئ تر هغه وخته پورې جماع مه کوئ داسي نه وي چي تاسو فارغه شئ او ددې اور لاتر اوسه سوړ شوئ نه وي بیا هم که سړئ فارغه شي نو سمدستي دې نه جدا کیږي بلکه ښځې ته دې نوره موقع ورکړي
فلایعجلها حتی تقضی حاجتها٬
( المغنی ۲۲۸۷)
که زیاته جماع دښځې دپاره مضر وي نو له هغې سره دې هغومره قدر جماع وکړل شي چي دهغې دپاره دزغملو وړ وي
لوتضررت من کثرة جماعه لم تجز الزیادة علی قدر طاقتها
( درمختار باب القسم)
دزوجینو یعنی سړی او ښځې تر مینځ یودبل اعضاء تناسل
خاص اندامونه او شهوت راپارېدونکې برخې موښل هم جایز دي بلکه له امام ابوحنیفه رح څخه نقل دي چي زه امیدلرم چي پردې مښلو باندې به اجر هم ورکړل شي
( خلاصه الفتاوی ۳۶۷۴ کتاب الکراهیة الفصل السادس فی النکاح والجماع)
دکوروالي پر وخت بیخي لوڅ کېدل هم مناسب نه دي ولې چي دا دغیرت او حیاء خلاف کار ډئ رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي دي چي تاسو دازدواجي رابطې په مابین کښي بیخي دحیواناتو په ډول مه لوڅ لغړ کیږي
( ابن ماجه عن عتبه بن عبد سلمی باب التستر عندالجماع)
البته دا امر اخلاقي دئ که نه وي دښځې او خاوند دپاره دیو بل ټول بدن کتل جایز دي بلکه له ابن عمر رضی الله تعالی عنه څخه روایت سوئ دئ چي دخوند زیاتولو دپاره دې پر همدې موقع دیوبل شرمګاه وکتل شي
( ردالمختار۲۳۴۵ فصل فیالنظر واللمس)
دابن عمر رضی الله تعالی عنه داقول دپورته ذکر سوي روایت خلاف نه دئ دکوروالي اصل مفصد دزوجینو پاک لمني ساتل دي که دیودنفس تسکین ددې پرته نه کیدئ نویقینا
دهغه دپاره داسي کول غوره دي
٬٬٬٬٬

خاص لارښوونې

د انساني فطرت مزاج طبیعت او د خواهش د اختلاف په نظر کښي د نیولو سره یوه خاصه طریقه نه ده ټاکل شوې بلکه دایې دهرانسان دطبیعت په حواله کړه ٬ الله تعالی فرمایي
فاتوا حرثکم انی شئتم ٬ بقرة۲۲۳
یعنی ماینه چي ستاسو دپاره دتوالد او تناسل کرونده ده له دې سره چي څرنګه جنسي نزدېکت کول وغواړي هغسي وکړئ په ولاړه په ناسته په پروتې یاپه بل صورت دمخ دخوا څخه یادشا دخوا څخه یاپه بله طریقه سره
( تفسیر ماجدي ۸۹۱ دکراچي چاپ)
البته له دې سره ئې څو لارښوونې هم کړي دي اول داچي ددې دپاره دې غیر فطری لارنه غوره کوي٬ یعنی ٬ ٬ دُبره دې نه استعمالوي دې طرف ته پخپله په قرآن شریف کښي یوه اشاره شوې لکه څرنګه چي ماینه کرونده وبلل شوه ښکاره خبره ده چي داولاد پیدا وار هغه وخت حاصیلېدای شي کله چي په فطري ځاي کښي نزدېکت وکړل شي په دې سلسله کښي بې شمېره حدیثونه شته دي رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي دي چي کوم سړئ له یوه نارینه یا ښځې سره دشا له لارې نزدېکت وکړي الله تعالی به هغه ته درحمت نظر نه کوي٬ ترمذي ۱۴۸۱
دامام نووي بیان دئ چي ټول دذکر وړ علماء پر دې باندې اتفاق لري چي له ښځې سره ددُبرې٬ کونې٬ له خوا جماع حرامه ده که څه هم هغه پاکه وي ٬ شرح مسلم ۴۶۳۱ددې وجه ښکاره ده چي حیض یوډول نجاست دئ دانساني فطرت غوښتنه ده چي هغه دې ددې خپل ځان وساتي او بل داچي ډير زیات طبي تاوانونه هم لري چي دطبو په کتابونو کي ئي ذکرشوئ دئ او کوم حکم چي دحیض دئ هغه دنفاس یعنی کوچني دذوکړې وروسته دراتلونکې وینې هم دئ دحیض په وخت او نفاس کې به هم سړئ له خپلې ښځې سره نزدېکت نه کوي تر څو هغه ښه پاکه نه شي٬

عزل

دکوروالي یو صورت عزل دئ یعنی داسي ډول نزدېکت وکړل شي چي دښځې په شرمګاه کې مني توي نه سي زیاتره فقهاء دا مکروه ګڼي په دې باره کښي روایتونه مختلف دي دځينو څخه حراموالي او له ځینو څخه حلال کېدل او له ځينو څخه په کراهیت سره جواز ظاهیریږي او زیات صحیح دادئ چي دا له مکروهاتو څخه خالي نه دئ شا ولی الله رح چي دلومړۍ درجې دحدیث عالم دئ او دشریعت په رمزپوه دئ هغه هم دا آخیرنۍ رایې ته قائل دئ
( حجة البالغة اداب المباشرت)

که څه هم شارع علیه السلام دجماع دپاره څه خاص کیفیت او هیئت نه دئ ټاکلئ لیکن عالمانو ښودلي دي چي کوم هیئت او طریقه غوره او کومه طریقه نغاوړه ده٬ ابن قیم لیکلي دي چي تر ټولو غوره طریقه داده چي ښځه دې لاندې وي او سړئ دې پر سربېره وي اوپردې باندې ئې ډیر لطیف استدلال کړئ دئ چي په حدیث کې ښځه دنارینه فراش ګرځول شوې ده ددې غوښتنه ده چي ښځه به لاندې وي او قرآن کریم سړئ٬ قوام٬ ښودلئ دئ او قوامیت ددې غوښتنه کوي چي سړئ به ورباندې سربېره وي بل داچي قرآن کریم زوجین یودبل جامې ګرځولې دي یعنی ښځه او سړئ ئې یو دبل جامې ګرځولي دي په دې طریقه سره ښځه دفراش او سړئ دتلتک په صورت کښي وي او دادواړه یو دبل دپاره دجامې په ډول دي په دې طریقه کښي طبي فایدې هم شته دي او ترټولو زیات او ناوړه صورت دادئ چي سړئ ستوني ستغ پروت وي او ښځه
ورباندې سربېره پرته وي
( زادالمعاد ۱۷۴۲)
٬٬٬٬

په جماع کې دښځې حق

مسئله داده چي آیا له نارینه څخه ښځه دنزدېکت غوښتنه کولای شي اوپه دې صورت کښي جماع شرعا ورباندې واجبیږي او کنه؟ حنفیان او شافعیان په یوه خیال دي چي یوپلا جماع دښځې حق ده که یو پلا کوروالئ وشو نو بیا دښځې دجماع حق دهمیشه دپاره ساقط شو دامام احم رح په نزد جماع دښځې حق ده او که نارینه ته څه عذر نه وي نو پرده باندې دخپلې ښځې طبعي غوښتنه پوره کول واجب دئ او دغه زیات صحیح دئ دحضرت عمر رضی الله تعالی عنه دخلافت دزمانې واقعه مشهوره ده چي حضرت کعب رضی الله تعالی عنه داسي ډول خاوند ته امروکړو چي هغه دې هره څلورمه ورځ خامخا له خپلې ماینې سره جماع وکړي دغه دقیاس غوښتنه هم ده ولې که داسي ونه کړل شي نو دښځې دپاره سخت ضرر او پاک لمني ته ئې خطر شته٬ پاته شوه دا خبره چي جماع یواځې دنارینه حق دئ دښځې حق نه دئ نو داپه هیڅ ډول صحیح نه ښکاري ولې چي دنکاح په وسیله چي څه حقوق په ذمه سوي دي په هغه کښي ماینه او میړه دواړه شریک دي دغه وجه ده که له ماینې سره عزل کول یعنی نزدېکت نو له ماینې څخه اجازه اخیستل ضروري دي.
سرچینه: واسع ویب

اړوند مطالب

خپلې مردانه کمزورۍ علاج مو وکړئ
د واده کولو اړینې ګټې
د زیږیدو نه مخکې د ماشوم د جنس معلومول
څرنګه د زېږون کنټرول یا مخنیوی وکړو؟

Leave a Comment