چاپیریال

چارلز ګريلي آبټ څوک و، ولې اغېزمن شخصیت وپژندل شو؟

د مې په ۳۱ نېټه، کال ۱۸۷۲، د متحده ایالاتو په وېلټن کې زېږېدلی او د ډسمبر په ۱۷ نېټه، کال ۱۹۷۳، په رېور ډېل کې مړد شوی.

د امریکا ستور پوه فزیک پوه (astrophysicist) وو چا چې په (Smithsonian Astrophysical Observatory) اداره کې، په واشنګټن ډي سي ښار کې د ریس په توګه څلوېښت کاله دنده ترسره کړې په دې اوږده موده کې یې هڅه وکړه تر څو دا ثابته کړي چې د لمریزې انرژۍ په تولید کې توپیر رامنځته کیږي کوم چې د ځمکې په هوا کې د کچې وړ توپیر رامنځته کوي.

 ابټ د نیو همپشایر (New Hampshire) د بزګرو په کورنۍ کې زېږېدلی او له څلور زامنو تر ټولو وړوکی د پلار زوی وو. داېم اېس سي ډګري ېې په کال ۱۸۹۵ کې له (Massachusetts Institute of Technology) څخه تر لاسه کړې او له ډګري اخیستلو وروسته ېې سم دلاسه د معاون په توګه له ( Samuel Pierpont Langley) سره کار پېل، په کال ۱۹۰۶ کې لنګلي مړ شو او آبټ د ادارې د ریس په توګه وګمارل شو.

آبټ د ریس په توګه یو داسې د څارنې عامه پروګرام جوړ کړ د کوم له مخې چې د لمر په ثبات (solar constant) کې ممکن د تغیر عمومي مالومات راغونډېدل – د لمر ثبات ځمکې ته د لمریزې انرژۍ رسیدونکی نرخ دی معومولا په یو متر مربع کې ۱،۳۸۸ واټه اټکل شوې.

کله چې یې له خپل ټیم سره د لمر په ثبات کې د پام وړ تغیر ومونده نو په دې باور شو چې د هوا د وړاندوینې لپاره یې کلیدي مالومات راغونډ کړي. د آبټ د مالوماتو له مخې په لمریز ثبات کې ۳ تر ۵ % پورې دوراني توپیر رامنځته کیږي کوم چې په ځمکه کې د هوا د بدلېدو لامل ګرځي.

Dr. Charles G. Abbot – دوکتور چارليس

Leave a Comment