چاپیریال

د ځمکې پر سر تقريباً ۳.۰۴ ټرېليونه شنې ونې موجودې دي

This is the Favicon or Site Icon of Zwak News which is official logo Zwak News in it.
Written by Zwak News

د نويو شمېرو له مخې تقريباً ۳.۰۴ ټرېليونه شنې ونې د ځمکې پر سر موجودې دي، دا شمېرې د سټلايټ سپوږمکيو لخوا د عکسونو او په پرمختللو هېوادونو کې د ځمکې پرسر د ونو له شمېرو څخه تر لاسه شوې دي.• د څېړنو پر بنسټ هر يو هيکټار (تقريباً پينځه جريبه) ونې کولای شي چې ۷،۵ ټنه وړې زرې ، ګرد او غبار جذب کړي، نو د پاک چاپېريال او روغ ژوند لپاره د نيالګيو کېنول ډېر ضروري او مهم دي.

هره ونه هر کال په متوسط ډول ۲۶۰ پونډه اکسيجن توليدوي ، يانې په دې مانا چې دوه پوره ونې کولای شي د يوې څلور نفره کورنۍ د يوه کال اکسيجن برابر کړي.
يوه ونه په کال کې دومره کاربن جذبوي چې يو موټر یې په ۲۶ زره مايله فاصله کې له خپل سلنګسر څخه باسي.
ونې د يوې سيمې د خلکو د بد سلوک، خشونت په کمولو او له يو بل سره د ښې اړيکو په رامنځ ته کولو کې هم ونډه لري، د سيمې د خلکو په ټولنيزتوب، مهذب معلومېدلو کې جوت رول لري.

همدارنګه په ګڼو ونو، شين طبيعت کې ژوند کول مو له ډيپريشن، خپګان او غمګيني څخه تر ډېره پورې ساتي
او همدارنګه د ساه بندي ناروغۍ د ناروغانو لپاره د ونو شتون ډېر مفيد دی.
همدارنګه په ګڼو ونو، شين طبيعت کې ژوند کول مو له ډيپريشن، خپګان او غمګيني څخه تر ډېره پورې ساتي
او همدارنګه د ساه بندي ناروغۍ د ناروغانو لپاره د ونو شتون ډېر مفيد دی.

Leave a Comment