چاپیریال

ټنډرا اقليم څه او اغېزه يې په ژوندانه

د کوپېن د اقلیم په ډلبندۍ کې د اقلیم یو عمده ډول دی، په دې سیمه کې یوه میاشت د منځنۍ کچې تودوخه لري کومه چې واوره ویلې کولای شي په دې مانا چې تودوخه صفر °C وي خو هېڅ داسې میاشت نشته چې تودوخه پکې تر ۱۰ °C زیاته شي.د ورښت کچه منځنۍ وي.

د تنډرا اقلیم سیمه د ۶۰° او ۷۵° عرض البلدونو تر منځ ده کومه چې د شمالي امریکا او اورسیا د قطبي ساحل په اوږدو کې او د ګرینلنډ سمندر غاړې دي.

د (Köppen-Geiger-Pohl system) په سیستم کې یې لنډیز (ET) ده. په تنډرا سیمو کې ژمی اوږد او سوړ وي، له ۶ تر ۱۰ میاشتو پورې تودوخه له صفر °C کمه وي، ځینې سیمې یې داسې دي چې په کال یوه ورځ هم لمر نه راخیژي. د ژمي ورښت یې وچه واوره ده.

Leave a Comment