جنسي لارښود

د واده کولو اړینې ګټې

Benifits of Getting Marrying د واده کولو ګټې
This is the Favicon or Site Icon of Zwak News which is official logo Zwak News in it.
Written by Zwak News
بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ
وَأَنكِحُوا الْأَيَامَى مِنكُمْ وَالصَّالِحِينَ مِنْ عِبَادِكُمْ وَإِمَائِكُمْ إِن يَكُونُوا فُقَرَاء يُغْنِهِمُ اللَّهُ مِن فَضْلِهِ وَاللَّهُ وَاسِعٌ عَلِيمٌ (ط) 

ترجمه: او تاسې خپل ناواده کړي ځوانان او پېغلې،نېك مريان او وينځې (يو بل ته) په نكاح كړئ .كه دوى تنګلاسي وي؛ نو الله به يې پرخپلې مهربانۍ شتمن كړي او الله پوه پراختيا راوستونكى دى.

ټکي:

 (( ايامى )) د (( ايم )) په وزن د (( ايم )) جمع ده او هغه ته وايي، چې همسر نه لري؛ که سړى وي او که ښځه؛ که باکره وي که کونډه .

 د واده لپاره واسطه کېدل تر ټولو غوره واسطه ده. روايت دى : څوک چې چا ته واده وکړي؛نو د خداى د عرش تر سيورې لاندې به وي . (تفسير نورالثقلين )

 هغه مور و پلار، چې امکانات لري او اولاد ته واده نه کوي؛نو که اولاد ګناه وکړه؛نو مور و پلار پکې شريک دي . ( تفسير مجمع البيان )

 واده په اسلام کې

اسلام واده سپېڅلى ګڼي؛خو مسيحيت واده نه کول سپېڅلى ګڼي؛نو ځکه پاپ او مسيحي مُلايان واده نه کوي او د مسيحيانو د واده جواز يوازې له فساده د ژغورولو لپاره دي .

د واده په هکله روايتونه :

 امام صادق  (رح) وايي : د ژوند پراختيا په واده کې ده .

روايت دى : پر خداى ايمان نه لري، هغه چې د بېوزلۍ له وېرې واده نه کوي .

حديث : د واده شوي انسان دوه رکعته د نه واده شوي تر اويا رکعتونو غوره دى . ( تفسير نورالثقلين )

 د واده ګټې

١_ انس او ارامش :

قرآن وايي : وَمِنْ آيَاتِهِ أَنْ خَلَقَ لَكُم مِّنْ أَنفُسِكُمْ أَزْوَاجًا لِّتَسْكُنُوا إِلَيْهَا وَجَعَلَ بَيْنَكُم مَّوَدَّةً وَرَحْمَةً إِنَّ فِي ذَلِكَ لَآيَاتٍ لِّقَوْمٍ يَتَفَكَّرُونَ(ط)
ترجمه: او د هغه له نښو داده، چې تاسې ته يې همدا ستاسې له (جنسه) مېرمنې پيداكړې، چې ورسره ارام ومومئ او ستاسې ترمنځ يې مينه او مهرباني پيداكړه. هو، په دې (نعمت) كې هغې ډلې ته نښې دي، چې فكر كوي.

د بشر يوه اړتيا انس او ارامش دى او يوازېتوب د انسان لپاره ستونزمن دى؛نو يو چا ته اړتيا لري، چې امين او غمخواريې وي، چې ورسره انس وکړي او خپله مينه ترې په اخلاص ځار کړي او واده هغه څه دى، چې تر ټولو ښه کړاى شي دا اړتيا پوره کړي او قرآن هم د واده په دې دومره ګټو کې يوازې همدې اړخ ته اشاره کړې ؛نو ښيي چې تر ټولو مهم اړخ دى.

په عقلي او عصبي ناروغيو کې د MDD Major depression disorders په نامه يوه ناروغي ده، چې په پښتو کې ورته “خپګان” وايي  او ددې ناروغۍ عمده علايم دادي، چې د انسان هيڅ څه ان ژوند ته هم ډډه نه لګي، که محصل او زدکړيال وي؛نو د درس د زده کړې کچه يې راتيټېږي، تل خپه وي او له چا ان له نږدې خپلوانو سره د خبرو حوصله نه لري، تل يې زړه غواړي، چې وژاړي او په ځان کې هېښنده يوازېتوب احساسوي، ځان د ژوند وړ نه ګڼي او تل د مړينې په فکر کې وي او په دې ناروغانو کې د پرېکنده ځان وژنې کچه خورا لوړه وي او  ډېر داسې نور علايم، چې انسان له پخو غورځوي، چې دلته مهمه خبره داده، چې د عقلي عصبي په تخصصي کتابونو کې يې ليکلي، چې ددې ناروغۍ او همداسې د همدې ناروغۍ او له امله د ځان وژنې کچه په مجردو وګړيو کې خوار لوړه ده او همداسې نن چې په دنيا کې د طب ټولې برخې په دې لټه کې دي، چې د HIV  او يا د AIDS  د ناروغۍ مخه ونيسي او يا ورته درمل او يا واکسين پېدا کړي؛خو تراوسه يې برى ندى موندلى او د يادونې خبره خو داده، چې ان د نړۍ په ډېرو پر مخ تلليو هېوادونو کې هم د ايډز د ناروغۍ درمل ناشونى او د ايډز پر ناروغۍککړ انسانان ان د يو وړوکي زکام د ټينګې هم ندي او دليل يې دادى،چې د HIV وايرس د انسان د مسلحو قواوو لوى درستيز؛يعنې CD4 کمزورى کوي، چې له بدنه د دفاع وس اخلي او همداسې د نړۍ پر مخ تلي هېوادونه او هم WHO د ايډز د ناروغۍ په هکله خورا اندېښمن دي او که له دې لاعلاجه ناروغۍ د ځان ژغورولو لپاره کوم کتاب او مقاله ه هم که ګورې او لولې ؛نو په سر کې يې ورته ليکلي وي، چې په جدي توګه ځان له نامشروعه جنسي اړيکو وساتئ او د يو ډاکټر يه صفت زما  WHO او همداسې د خپل هېواد د عامې روغتيا وزارت ته مې وړانديز دى، چې په خپله پوهېږئ، چې د ايډز د ناروغۍ د لېږد د مخينوي علمي لار (( و لا تقربوا الزنا )) ( اسراء /٣٢) ده  او بيا پخپله WHO   د اسلام د دين دا شعار چې  (( پاکوالى نيم ايمان دى  )) پخپله ژبه داسې ورکوي : Prevention is better then treatment؛نو ولې په خپل شعار عمل نه کوي او د ايډز له ناروغۍ په بنسټيزه توګه (( و لا تقربوا الزنا )) مخنيوى نه کوي. په نړۍ که هر کال د ايډز نړيواله ورځ نماځل کېږي او تبليغاتو ته يې خورا بودجه هم لګول کېږي،چې تر اوسه دې تبليغاتو هېڅ اغېز نه دى کړى؛ځکه دا هر څه يوازې تبليغاتي او پروژه اى اړخ لري،چې اړوند چارواکي پرې خپل جېبونه ډکوي؛ګنې که واقعاً يې غوښتل،چې ددې نړيوال صحي ناورين پر وړاندې اغېزمن ګامونه پورته شي؛نو WHOدې د اسلام صحي قوانينو ته پر ګونډو شي او له دې احکامو دې منشور جوړ کړي؛ګنې هڅې شعارونه دې نه ورکوي او په لويديځ کې پخپله هم خورا ډاکټران او ان د WHO مسوولين پوهېږي،چې د ايډز د کنټرول اصلي خبره په کوم ځاى کې ده؛خو هسې د اسلام پر وړاندې بېځايه تعصب راخستي او په زغرده دا نه اعلانوي،چې د روغتيا لپاره تر ټولو غوره مخنيونکي قوانين اسلامي قوانين دي؛له WHO به تېر شو؛ځکه خپل مو نه دي؛خو د هېواد عامې روغتيا ته حيران يم،چې له ايډزه د مخينوي په پار د لويديځوالو د تبليغاتو پېښې کوي او په خواشينۍ،چې نوموړي وزارت په خپلو تبليغاتو کې يو ځل هم له قرآني آيته او نبوي حديثه ګټنه و نه کړه؛ولې؟؛ځکه د هېواد واکمن نظام مو “اسلامي جمهوري” دى؛ خو چارواکي يې ان د اسلام له لومړنيو آرونو هم بې خبره دي او په دې خو ټول پوهېږي،چې په صحي او هره کړلار جوړولو کې تر ټولو مهم آر د هماغې ټولنې؛ټولنپوهنه ده او دوى بايد پوه شي،چې د افغانستان ټولنه يوه ديني ټولنه ده او که چارواکي غواړي دې ملت ته هره کړلار جوړه کړي؛نو تر ټولو غوره کړلار ورته ديني کړلار ده او د عامې روغتيا وزارت دې د ناروغيو په مخنيوي کې له قرآني آيتونو او نبوي حديثونو ګټنه وکړي او ددې چار لپاره پکار دي،چې زموږ د هېواد هر وزارت؛په تېره بيا د عامې روغتيا وزارت،د واقعي ديني عالمانو سلاکاران ولري،چې په دې چارو کې يې لاسنيوى وکړي.

  را به شو د عقلي عصبي ناروغيو برخې ته؛ قرآن مجردي ژوند نه خوښوي او تاسې پخپله په پورتني آيت کې ولوستل، چې قرآن د واده د انس او ارامش اړخ ته اشاره وکړه او زه بايد تاسې ته ووايم، چې په همدې مجردو کسانو کې، چې د انس لپاره څوک نه لري او ورپسې د خپګان ښکار کېږي، تر ټولو ډېر د مخدره توکيو استعمال ته مخه کوي، چې ورپسې خپله کيسه لري، چې تاسې ټول پرې تر ما ښه خبر ياست؛نو بيا هم د يو وګړي په صفت زما وړانديز د مخدره موادو پر وړاندې د مبارزې وزارت ته دادى، چې په ټولنه کې د اعتياد=روږد د مخنيوي لپاره پر بنسټيزه (( اسلامي کړنلار )) کار وشي او هغه دا چې په هېواد کې د مجردو کسانو کچه راټيټه شي او د ځوانانو له ودونو په دولتى او لوړه بېن المللي کچه ملا تړ وشي او په ديني ښوونو پر مخدره توکيو له روږدېدو مخنيوى وکړي؛نه په لويديځو کړلارو؛ځکه په لويديځي ټولنه کې پخپله دومره اخلاقي فسادونه او په مخدره توکيو روږد وګړي او ځان وژنې دي،چې ورته د هواري لار نه لري او دليل يې هم دادى،چې ځانونه تر خدايه هوښيار ګڼي او د الهي قوانينو پر ځاى يې خپل جوړ کړي قوانين وضع کړي

٢- له ګناه ژغورنه :

رسول الله : واده نيم دين ساتي . ( کافي ٥/٣٢٨)

نبوي حديث : څوک چې غواړي د قيامت پر ورځ خداى په داسې حال ملاقات کړي، چې پاک وي؛نو واده دې وکړي . ( النوادر راوندي ،١٢ مخ )

٣_ د بدن او روح روغتيا :

ساينس پوهان وايي چې په واده ځان ارضا کول له ډېرو روحي ناروغيو مخنيوى کوي .

٤_ د نسل بقا :

د انسان د نسل د بقا اصلي لار واده دى او په اسلام کې د اولاد روزنه د مور و پلار دنده ده، چې د قيامت پر ورځ يې پوښتنه هم کېږي .

٥_ خپلواکي :

تر واده مخکې هلک او انجلۍ دواړه د نورو لاس ته ناست وي؛خو چې واده وکړي؛نو ان ډېر لټان هم په خپله د خپل خرڅ په فکر کې شي .

٦_د ټولنې امنيت:

په ټولنه کې هر راز جرمونه هغه کسان کوي، چې د کورنۍ له نعمته بې بې برخې وي .

واده د يوې ورځ کار نه دى؛ د ټول عمر کار دى؛نو په واده کولو کې ډېر پام پکار دى :

امام صادق وايي : ښځه د غاړکۍ مثال لري، چې په غاړه کې يې اچوې؛نو پام دې اوسه .

د واده په کولو کې له احساساتو کار مه اخلئ، په سړه سينه او په دې اړه د تجربې له خاوندانو سره تر سلا مشورې وروسته واده وکړئ اود ډېرو کورني اړپېچونه جرړه د يو بل او کورنيو نه پېژندل او په يو ځل کتو ميينېدل دي .

 د ښه مېړه يا ښځې ځانګړنې

دين اوايمان :

 الف :قرآن وايي :

 وَلاَ تَنكِحُواْ الْمُشْرِكَاتِ حَتَّى يُؤْمِنَّ وَلأَمَةٌ مُّؤْمِنَةٌ خَيْرٌ مِّن مُّشْرِكَةٍ وَلَوْ أَعْجَبَتْكُمْ وَلاَ تُنكِحُواْ الْمُشِرِكِينَ حَتَّى يُؤْمِنُواْ وَلَعَبْدٌ مُّؤْمِنٌ خَيْرٌ مِّن مُّشْرِكٍ وَلَوْ أَعْجَبَكُمْ أُوْلَـئِكَ يَدْعُونَ إِلَى النَّارِ وَاللّهُ يَدْعُوَ إِلَى الْجَنَّةِ وَالْمَغْفِرَةِ بِإِذْنِهِ وَيُبَيِّنُ آيَاتِهِ لِلنَّاسِ لَعَلَّهُمْ يَتَذَكَّرُونَ( بقره :٢٢١)= او مشرکانې تر ایمان راوړو مه راودوئ (كه څه بې له وينځوو سره له واده كولو مو لاس رسي؛ ځكه) مؤمنه وينځه تر (ازادې) مشركې غوره ده،كه څه (ښكلا، شتمني او مقام يې) ستاسې خوښ وي او مؤمنې ښځې مشركانو ته تر ایمان راوړو مه وركوئ (؛خو كه اړ شوئ؛مؤمنو مريانو ته يې ورنكاح كړئ؛ ځكه) مسلمان مريى تر ازاد مشركه ښه دى .كه څه (مال،ښكلا او شتمني يې) ستاسې خوښه وي، دوى مو اور ته وربولي او الله په خپل فرمان تاسې د جنت او بښنې لوري ته رابولي او الله خلكو ته خپل حكمونه په ډاګه څرګندوي، چې پند واخلي.

ب:  امام صادق (رح) وايي : که څوک له يوې انجلۍ سره د ښکلا او شتمنۍ له امله واده وکړي؛نو يوازې هماغه به ورکړل شي؛خو که څوک د خداى لپاره واده وکړي؛نو مال او جمال به هم ورکړل شي.

 ( کافي  ٥/٣٣٣ )

 ښه اخلاق :

له امام رضا  (رح) يو سړي مشوره وغوښته، چې له يوې داسې انجلۍ سره د واده هوډ لرم، چې ښکلې ده؛خو ښه خوى نه لري، چې امام په ځواب کې ورته وويل چې واده ورسره مه کوه . ( کافي  ٥/٥٦٣)

ښه اخلاق د ژوند خوږلنى او د کورنۍ د پرمختګ لامل دى .

٣_ کورنۍ او اصالت :

نبوي حديث : خلکو ! پر ډېران له شنو ګلانو ځان وساتئ . خلکو وپوښته: مراد مو څه دى ؟ و يې ويل : ښکلې ښځې،چې اخلاق نه لري.

 (کافي  ٥/٣٣٢ )

٤_ زده کړه:

پوهه د انسان لپاره کمال او د ښځې لپاره مزيت دى . له لوستي انسان سره ژر تفاهم ته رسېداى شو او د راتلونکي ژوند لپاره کړلار جوړولاى شو . البته هره لوستې د تدبير خاونده نه وي .

٥_ روغتيا :

روغتيا ستر الهي نعمت دى، چې د ښځې لپاره مزيت دى .

روايت دى : له هغوى سره واده مه کوئ، چې ساري ناروغۍ لري .

٦_ عمر يې سره انډول وي :

د انسان حالات د عمر په بېلابېلو برخو کې توپير لري او جنسي تمايلات هم په هر عمر کې يو شان نه وي؛نو د ښځې او مېړه ترمنځ د عمر ډېر اختلاف  د ډېرو  ستونزو سرچنيه ده .

مهر :

١_ سړى د خپل صداقت د جوتولو لپاره ښځې مهر ته ورکوي؛نو ځکه ورته صادق وايي او په ژوند، تر طلاق وروسته او د مېړه تر مړينې وروسته د ښځې ملاتړ دى .

 ٢_ په اسلام کې د مهر کچه نه ده ټاکل شوې؛خو دروند مهر يې رټلى او وايي، چې درون مهر کينه اودښمني راوړي

 ( مکارم الاخلاق :٢٣٧ مخ )

٣_ سړي ته پکار دي، چې ژر تر  ژره خپلې مېرمن ته مهر ورکړي .

٤_ښځه د مهر مالکه ده او څه يې، چې پرې خوښه کړاى يې شي .

٥_روايتونه هغه سړي ته غل او زناکار وايي، چې د مهر د نه ورکولو نيت ولري .

 ( وسايل ١٥ /٢١)

جهېز:

١_ مېړه نه شرعي او نه قانوني حق لري، چې د جهېز غوښتنه وکړي؛ که څه هم دود دى، چې جهېز د ناوې له اړخه راوړل کېږي .

٢_جهېز ددې ځوانانو د هوسا لپاره دى؛ نه وياړ پلورۍ او ځان ښوونې ته .

 د پېغمبر اکرم (ص) د لور بي بي فاطمې جهېز

يو کميس، يو سپټى، يو ځانپاک، دوه توشکونه، د کجورو له پاڼو د خوب کټ، څلوربالښتونه، يو پوزى، يوه لاسي مېچنه، يوه مسي کاسه، يو د څرمنې مشک، د کالو پرېمنځولو تشت، د شيدو يوه کاسه، د اوبو څښـلو يو لوښى، يوه پرده، يو لوټه، يوه کوزه، د فرش لپاره يو پوټکى، دوه د خټو کوزې او يوه عبا .

د واده او وليمې مراسم :

اسلام سپارښتنه کوي، چې د وداده مراسم دې د خلکو په شتون کې په خوشحالۍ تر سره شي . پېغمبر اکرم (ص) د بي بي فاطمې واده په جومات کې د مهاجرو او انصارو په شتون کې ترسره کړ او حکم يې وکړ، چې پر راغليو کسانو کجورې واېشئ . د بي بي فاطمې د واده پر مهال رسول الله مبارک خپلو مېرمنو ته وويل : فاطمه سينګار کړئ، ښه بوى پرې ولګوئ او کوټه يې جوړه کړئ، چې د مېړه کور ته يې ولېږو. ( بحار ٤٣ /١٣١)

 او همداراز د مهاجرو او انصارو ښځو ته يې وويل، چې فاطمه  د خپل مېړه کور ته په خوشحالۍ  ورسوئ؛ خو پام مو اوسه، چې داسې څه و نه وياست چې خداى درځينې خپه شي.

 پيغامونه :

١_ کورنۍ او ټولنه دنده لري، چې بې واده خلکو ته واده وکړي . ( وَأَنكِحُوا)

٢_ په اسلام کې واده سپېڅلى او پرې ټينګار شوى دى . ( وَأَنكِحُوا )

٣_ يوازې نامحرم ته نه کتل بسيا نه دي؛بلکې ځوانان بايد واده هم وکړي . ( وَأَنكِحُوا)

٤_ کونډو ښځو ته مړونه وکړئ . ( وَأَنكِحُوا الْأَيَامَى ) ( په (( ايامى)) کې هغوى هم شاملېږي .

٥_ د صلاحيت درلودل د واده شرط دى . ( وَالصَّالِحِينَ )؛يعنې دواړه اړخونه بايدد ګډ ژوند د اداره کولو صلاحيت ولري .

٦_ بېوزلي بايد د واده نه کولو لامل نشي . ( إِن يَكُونُوا فُقَرَاء ….)

٧_ که بېوزله ياست؛نو پر خداى توکل او واده وکړئ . ( يُغْنِهِمُ اللَّهُ )

٨_ خداى ژمنه کړې، چې د ناوې او زلمي د ژوند ساتنه به کوي . واده ژوند ته پراختيا او برکت ورکوي . ( فَضْلِهِ – وَاسِعٌ )

Leave a Comment