جنسي لارښود

د واده د لومړنۍ شپې آدابونه

Meriga First Night
This is the Favicon or Site Icon of Zwak News which is official logo Zwak News in it.
Written by Zwak News

د واده داولی شپی اداب خو ډیر زیات دی،خو دبعضی ملګرو په غوښتنه پدی لنډو خت کی درته په مختصره توګه هغه اداب بیانوم چی په صحی سنت کی ثابت وی او دانکار ترینه هیڅ مجال نوی،تر دی چی هر مسلمان په بصیرت،او اعتماد باندی وی په خپل کار کی ،او دالله تعالی نه امید لرم چی دغه نوی زندګی په سعادت،خوشحالۍ او دسنت په تابعدارۍ سره شروع شی او ښځه او بچی ورته الله تعالی دسترګو یخوالی وګرځوی﴿ربنا هب لنا من أزواجنا وذرياتنا قرّة أعين واجعلنا للمتقين إماما﴾.

1- دخپلی ناوی سره نرمی کول او هغی ته یوه تحفه وړاندی کول، حدیث کی رازی، اسماء بنت یزید رضی الله عنها فرمایی:چی ما درسول الله صلی الله علیه وسلم لپار عائشه رضی الله عنها ښائسته کوله،نو بیا رسول الله صلی الله علیه وسلم ته راغلم چی دهغی مخ ورته وخایم،نو رسول الله دهغی څنګ ته کیناست دشودو یو لوخی یی راوغوښته چی اول یی ترینه خپله وسکل اوبیا یی عائشی رضی الله عنها ته ورکړه،نو هغی دحیاء دوجی سر ټیټ کړه،نو ما ورته ویل چی واخله درسول الله صلی الله علیه وسلم دلاسه،بیا یی واخسته او شوده یی وسکل نورسول الله هغی ته ویل چی دی ملګری ته دی هم ورکړه…

2- دښځی او خاوند لپاره دوه رکعته مونځ مستحب دی، لکه ابو سعید صحابی ته دغه کار عبدالله بن مسعود او حذیفه رضی الله عنهما خودلی وه.

3- دښځی په سر لاس کیښودل،او هغی ته دا دعاء کول:اللهم إني أسألك من خيرها وخير ما جبلتها عليه، وأعوذ بك من شرّها وشر ما جبلتها عليه.

4- کله چی جماع شروع کوی نو باید دا دعاء وایی:(بسم الله، اللهم جنبنا الشيطان، وجنب الشيطان ما رزقتنا )چی کله دا دعاء وایی نو که الله تعالی د دوی لپاره پدی ملاقات کی بچی مقدر کړی وی نوشیطان ورته ضرر نشی ورکولی.

5-دجماع دشروع کولو نه مخکی باید دخپلی ناوی سره لوبی وکړی،ښکل یی کړی خندا مندا وسره وکړی،ځکه دیو ناشنا جنۍ سره اول ملاقات وی او په جانبینو باندی ویره او رعب ډیر زیات وی،تر څو دغه ویره ختمه شی او دمحبت فزا راشی.

6- جماع باید په ډیره په نرمۍ سره شروع شی ځکه په اول ځل کی دجنۍ دبکارت پرده شلیږی نو هغی ته تکلیف وی،او یو څه کومک باید دجنۍ لخوا هم تر سره شی هسی مړی به دځان نه جوړه وی،ځکه بعضی خاوندان ډیر ساده وی دتناسلی اندام پر ځایی ورله په کونه ورپناه کړی.

7- که دواده ناوی پیغله(باکره) وی باید خاوند ورسره 7 شپی تیری کړی،او که کونډه وی،نو باید 3 شپی ورسره تیری کړی.

8- که پدغه شپه دښځی حیض وی،باید خاوند ځان وژغوری او تر هغه وخته صبر وکړی چی دحیض نه پاکه شی.

9-که څوک د دوهم ځل لپاره دجماع اراده لری،باید دهری جماع نه روسته اودس وکړی او که غسل وکړی نوداکار ډیر بهتر دی.

10 په نکاح کی به ښځه او خاوند دواړه دخپلو فرجونو دحفاظت او دنبی علیه السلام دامت د ډیروالی نیت وکړی،تر څو دغه نکاح یی عبادت وګرځی.

سرچینه: واسع ویب

Leave a Comment