چاپیریال

د صنعت او ترانسپورت اغېزه په چاپیریال باندې!

Effect of Transport on Inviroment
This is the Favicon or Site Icon of Zwak News which is official logo Zwak News in it.
Written by Zwak News

د اصلي اړخونو د تحلیل وروسته ، موږ کولی شو د “چاپیریال” د مفهوم منځپانګې په پام کې ونیسو . په عمومي ډول، چاپیریال د فزیکي، کیمیاوي، بیولوژیکي، انرژۍ او نورو برخو یوه ټولګه ده ، کوم چې د یو بل سره اړیکې نیسي ، د ژوندي موجوداتو د ژوندانه شرایط او معیشت جوړوي . هغه علم ، چې قوانین ، قانونمندي (نظم)او پرنسیپونه یې د ژوندي موجوداتو د خپلمنځي کړنو او دهغوی د چاپیریال سره اړېکې مطالعه کوي د ٬٬ ایکولوجي ٬٬ نوم یې تر لاسه کړی دی . د ایکولوجي اصطلاح د دوو یوناني وېیو څخه ” oikos ” کور او ” logos ” علم څخه منځ ته راغلی دی . د بشرد څو ګونو فعالیتونو او د چاپیریال سره د هغه د پرله پسې (دائمي ) زیاتیدونکو متقابلو اړېکو ارزښت ددې سبب شو ، چې مدرنه (عصري ) ایکولوژي په یو زیات شمېر علمي څانګو او مضامینو باندې ووېشل شي : لکه : د انسان چاپیریال او اقتصادي چاپیریال .

د عصري تمدن ځواک په چټکۍ سره وده کوي ، علم او تخنیک د هغوی پرمختګ لپاره نوي افقونه خلاصوي . د علم او تخنیک پرمختګ عملآ نه کنټرولیدونکی شو. اوس ټولنه په دوامداره توګه دې ته اړ ایستل کیږي ، چې د نویو را راټوکېدونکوفرصتونو(شونتیاوو) سره اړخ ولګوي اوهغوی د خپلو اړتیاوو سره متناسب کړي . دا ډول حالت د نړیوال ناورین د خطر څخه ډک دی . اوس هغه وخت رارسېدلی دی ، چې د بایوسفیر( بیالوژي ) په تکامل کې د انسان د فعاله ذهن اغېز اړین او لازمي ګڼل کیږي .
د تولید پوتنشل په چاپیریال باندې خورا زیاته اغیزه کوي ، ځکه چې د اقتصادي ودې په پایله کې ناخالص محصولات کوم ، چې د کثافاتو په واسطه د چاپیریان دککړتیا لامل ګرځي ، ډېریږي او په پایله کې په مستقیمه توګه د چاپیریال د وضعیت خرابیدو ته لاره هواروي . د ککړتیادکچې له مخې ، په چاپیریال باندې د کانونو کېندل، کیمیاوي ، پترو شیمي او د کاغد جوړولو ، او همدارنګه د ترانسپورت تصدۍ لوی اغېز پرېباسي .

باید یادونه هم وشي ، چې د ناخالص محصول ډیروالی نه یوازې د پنځیزو(طبیعي)سرچینود ککړتیا لامل کیږي ، بلکې د دوئ کمېدلو ته هم لاره هواروي . دا د دې حقیقت له امله ، چې ډیری تصدۍ پنځیزې سرچینې پرته لدې چې بیرته راوګرځي کاروي . د مثال په توګه ، په داسې تکنالوژیکي پروسو کې لکه د سمنټوپه تولید ، کیمیایي موادو او داسې نور ، اوبه بېرته د اوبوځاینو ته نه راستنیږي ، مګر په بشپړ ډول د تولید په پروسه کې مصرف کیږي .

د طبیعي چاپیریال ککړتیا ـــ دا په ورکړل شوي سیسټم کې د زیان رسوونکو موادو( غلظت ) زیاتوالی دی ، چې د رامنځته شوو نورمونو څخه ډیر وي ، په تېره بیا په دې کې د داسې عناصرو را ښکارېدل ، چې د طبیعت ځانګړتیا نه لري .
هر عنصر کولی شي د ککړتیا په توګه عمل وکړي او اکوسیستم له انډول حالت څخه لېرې کړي .
د چاپیریال ککړتیا د لاندې ځانګړنو( معیارونو) له مخې ډلبندي کېدی شي :
– د اصل له مخې : طبیعي او مصنوعي؛
– د سرچینو له مخې : صنعتي ، کورني ، ترانسپورتي ، زراعتي؛
– د خطر درجې له مخې : خورا خطرناک ، خطرناک ، په منځنۍ درجه او لږه درجه خطرناک؛
– د طبیعي چاپیریال د اجزاوو له مخې : ځمکه ، د اوبو سرچینې ، د ځمکې لاندې ، ژویو او نباتاتو نړۍ ،دفضا اتموسفیر ؛
– د عمل د کچې له مخې : ځايي ، ځايي ځمکني ، سیمه اییز ، ولایتي ؛
– د عمل د نوعیت له مخې : کیمیاوي ، فزیکي ، فزیکي ــ کیمیاوي ، بیولوژیکي؛
– د عمل د فریکونسۍ له مخې : جلا ( مجرد) ، دائمي ، لنډمهاله؛
– د مقاومت درجې له مخې : خورا قوي ، متوسط قوي ، لږ قوي او کمزوري ؛
– د ککړو موادو د غلظت له مخې : د نورم مطابق ( مجاز) ، د نورم څخه لوړ ، له حده ډیر او چاپیریال ته زیان رسوونکي ککړتیا .
د پنځیزو سرچینو د ککړتیا یو ترټولو مهمو علتونو څخه له حده زیات د هغوئ ( سرچینو) لګښت دی . نو ځکه د چاپیریال د ککړتیا د کچې د مخنیوي او د طبیعي سرچینو د سپمولو اوخوندیتابه لپاره باید د نوو ټیکنالوژیو څخه پراخه ګټه پورته شي . تولید ته د ورپیژندل شوو ټیکنالوژیکي پروسو تر ټولوغوره وریانتونو دپیداکولو او د چاپیریال له نظره د صنعتي کومپلکس د ارزولو د میتودونو کارول اړین دي .

د ښاري صنعتي کمپلکس دچاپریال ارزونه د لاندې شاخصونو په کارولو سره تر سره کیږي :

ـــ د طبیعي شرایطو راحته کول او په چاپیریال باندې د بشریت اغېزه ؛
ـــ د ځمکې د پاسه او لاندې اوبو دککړتیا کچه؛
ـــ د هوا د ککړتیا کچه؛
ــــ د شور او زوږ ( صوتي ) ککړتیا کچه؛
ـــ د کثافاتو د ذخیره کولو او جلا کولو تنظیم ،
ـــ د نفوسو د روغتیا شاخصونه .

د چاپیریال ارزونه د سرچینو دکارونې سره نږدې تړاو لري .

K.K. Raman د صنعتي کمپلیکس د ایکولوژیک حالت د شاخصونو د ارزولو وړاندیز کوي ، دوئ دا په درې بلاکونو نښلوي .
لومړی ـــ د منفي اغیزو بلاک ، چې پکې دا لاندې شاخصونه شامل دي :
ـــ د هوا ، اوبو ، خاورې او جامدوککړتیا، شور (غالمغال )، لړزش ،
ــ اډیفیک شرایطو کې بدلون (د هایدرولوژیک رژیم په ګډون )،
ـــ د برېښنایي مقناطیسي او راډیو اکټیو وړانګو لوړه کچه .

دوهم ــ تاوان یا خساره ورکوونکی بلوک :
ـــ د سیمې زرغونول (شین کول )؛
ـــ د اوبو ځایونه (فضا )؛
ــــ د ساتېرۍ وړتیا یا پوتنشل .
دریم – د اختیاري (غوراوي ) واحد بلوک :
ـــ د ښاري سیمو پلانول ؛
ـــ مایکروکلیمټ ؛
ـــ د ودانیو پرمختګ کې ( ښه والی ).
د ښاري صنعتي کمپلیکس د چاپیریال د وضعیت په یوه بله ارزونه کې دا لاندې برخې شاملې دي :
ـــ د طبیعي اجزاوو (فضا ، اوبو اوځمکنیزو سرچینو ) د ککړتیا کچه .
ـــ د ملي اقتصاد د فعالیت په پروسو کې د رامینځته شوو زیان رسوونکو موادو ټولګه ؛
ـــ چاپیریال ته د بیرون شوو زیان رسوونکو ګازونو دکمي او کېفي (تر کیب )جوړښت .
ـــ د زیان رسوونکو بیرون غورځونکو موادو په اړه د شرکتونو له خوا په خپل وخت او دقیق راپور .
ــ د پاکوونکو تجهیزاتو ، د دوړو ، غبار او ګازو د چاڼ دستګاوو د په کاراچولو، بیارغونو او عصري کولوپه اړه د پلان د پلی کولو پایلې .
ــ د چاپیریال ساتنې په برخه کې د پانګونې وده؛
– د طبیعي چاپیریال عناصر چې باید بربنډ شي – هغه د طبیعي عناصرو تر مینځ اړیکه او یو بل سره تړاو،
ــ د طبیعي عناصرو طبیعي پراختیا ته لېوالتیا؛
د طبیعي عناصرو دکیفیت او د هغې د ډلبندۍ په تغیر باندې د انسان انتروپژیک تاثیرات ؛
– بحراني ، جنجالي حالت (د طبیعي اجزاو د ویجاړتیا یا تخریب درجه)؛
– پیچلی انتروپژیک وزن (بار)،
– پدې سیمه کې د پنځیزو عناصرود اوسني حالت بشپړ تحلیل؛
– د چاپیریال ککړتیا له امله رامینځته شوی زیان .
د چاپیریال کیفیت ، په طبیعي چاپیریال کې د زیان لرونکو اجزاو حقیقي غلظت د هغوی د مجازاعظمي حد سره د پرتله کولو په مرسته مالومیږي .

د چاپیریال حالت په دې لاندې فورمول سره مالومیږي :
n = Ci / PdKi
دلته n ـــــ یو کویفیسنټ (ضریب ) دی ، چې د (i) عنصر اصلي غلظت د اعظمي حد څخه څو ځلې پورته یا لاندې وي ، ښیې ،
دلته Сi ــــ د ( i ) زیان رسوونکي عنصر اصلي غلظت ،
PdKi ــــ (i ) د اجزا یا عنصر مجازاعظمي حد .

د پورته ذکر شوو چاپیریالي شاخصونود ارزونو میتودونه سره خورا زیات توپیر لري او په اصل کې دوی تاسو ته اجازه درکوي ، چې په ټولیزه توګه د صنعتي کمپلیکس په اړه یو معقول لید او کارول شوې ټیکنالوژیو د چاپیریال ساتنې (خوندیتوب) درجه ترلاسه کړئ .په هرصورت ، د دوی دنیمګړتیا یو مهم شاخص هم ، د ځینومصرف شوو طبیعي سرچینود مقدار او د ورته سرچینود بیرته راستنیدونکي مقدار ترمنځ د تناسب نشتوالی دی . تر یوې اندازې پورې ، دا د اوبو په سرچینو پلی کیږي .
باید یادونه وشي چې د صنعتي کومپلکس پراخیدونکي وده باید د تولید زرغونیدو سره تر سره شي .

د تولید شین کول ( زرغونول ) :
– د صنعتي کمپلکس د تشبثاتو لخوا د داسې محصولاتو تولید ، چې طبیعي چاپیریال ته لږ زیان رسوي .
– د تولید تکنالوژۍ زرغونول ، د بې ضایعاتو او ټیټو فضله تکنالوژیو پراختیا؛
– د تولید تخنکی ، اتوماتیک ،د اندازه کولو او کنټرول وسایلو او همداشان د چاڼ او درملنې تاسیسات او نورو سیسټمونو ایکولوژیک کول ؛
– د داسې وریانتونو پراختیا ، چې په مرسته یې د صنعتي کثافاتو( ضایعاتو) څخه نوي ګټور محصولات ترلاسه شي .

سرچینه: واسع ویب

Leave a Comment