طب

د الټراساونډ اساسات

UltraSound
This is the Favicon or Site Icon of Zwak News which is official logo Zwak News in it.
Written by Zwak News
  • لارښود طرزالعملونه لکه د ستنې بایپوسي، چې په دې کې د لابراتواري معایناتو په موخه ستنې له یوې غیرې نرمال ساحې څخه د حجراتو د سمپل اخستنې لپاره کارول کېږي
  • د سینې انځورونه او د سینې د سرطان بایپوسی ( د سینې د بایپوسي د الټراساونډ پاڼه وګورئ)
  • د زړه د راز راز ناروغیو تشخیص، لکه د دسامونو یا والوونو ستونزې، سي ایچ ایف یا د زړه احتقاني عدم کفایه، او د زړه تر حملې روسته د زیان ارزونه. د زړه الټراساونډ ته معمولاً ایکوکارډیوګرام یا په ساده توګه ایکو وايي.

ډاپلر الټراساونډ له ډاکتر سره د لاندې مواردو په لیدنه او ارزونه کې مرسته کوي:

  • د وینې جریان په مقابل کې خنډونه ( لکه لختې)
  • د رګونو تنګېدل
  • سرطانونه او د رګونو مورزادي سوء شکلونه
  • بېلابېلو ارګانونو ته تر نرمال حد څخه کم د وینې جریان یا د وینې د جریان نشتوالی
  • بېلابېلو سیمو ته تر نرمال حد څخه ډېر د وینې جریان چې ځینې وخت دا حالت په انتاناتو کې لیدل کېږي.

د ډاپلر الټراساونډ له لارې چې د وینې د جریان د حجم او سرعت په اړه کومه پوهه ترلاسه کېږي؛ نو دا له ډاکتر سره مرسته کوي چې جوت شي آیا ناروغ د انجیوپلاسټي په شان طرزالعمل ته ښه نوماند دی او کنه .

زه باید ځان څرنګه چمتو کړم؟

 د الټراساونډ د معاینې لپاره تاسې باید راحته او آزاده کالي واغوندئ. کومه ساحه چې معاینه کېږي، ښايي له تاسې وغوښتل شي چې خپل ټول کالي او زیوارت وباسئ.  

ښايي له تاسې وغوښتل شي چې د طرزالعمل په ترڅ کې د خوب کالي واغوندئ.

د طرزالعمل لپاره چمتو کېدنه د معاینې په ډول پورې اړه لري چې پر تاسې باندې ترسره کېږي. په ځینو معایناتو کې ښايي ډاکتر مو درنه وغواړي چې تر معاینې ۱۲ ساعته مخکې له خوراک څښاک ځنې ډډه وکړئ. په ځینو نورو کې ښايي در څخه وغوښتل شي چې تر معاینې دوه ساعته مخکې شپږ ګیلاسه اوبه وڅښئ او تشې متیازې مه کوئ چې په دې توګه د معاینې پرمهال ستاسې مثانه ډکه وي.

دا وسایل د څه په څېر ښکاري؟

د الټراساونډ په ماشین کې کمپیوټر او برقي سامان آلات، د ویډیو ښودنې سکرین او پروب شامل دي چې د معاینې لپاره کارول کېږي.

پروب داسې یوه وسیله ده چې پر لاس باندې نیول کېږي او له مایکرفون سره شباهت لري او له سکنر سره د یو مزي له لارې وصل دی. ځینې معاینې ښايي د یوې واحدې معاینې په ترڅ کې مختلفو پروبونو (چې بېلابېلې وړتیاوې لري) وکاروي.

دا پروب نااوریدونی د لوړ فریکونسي غږ د بدن داخل ته ورننباسي او بیا په بدن کې هغه راستنېدونکي ایکوز اوري چې د بدن له انساجو څخه راځي.  اصول یې له هغه سونار سره یو شان دي چې د بیړیو او تر ابولاندې بيړیو له خوا کارول کېږي.

د الټراساونډ انځور سمدستي پر هغه ویډیويي سکرین چې د کمپیوټر یا تلویزون د منیټر په شان دی، د لیدلو وړ دي.

کوم انځور چې تولید شوی نو په هغې ارتوالي (لوړوالي)، فریکونسۍ او وخت پورې اړه لري چې د الټراساونډ سیګنل له هغې سیمې څخه بېرته پروب ته راګرځي چېرته چې د مریض معاینه کېږي او همداراز د بدن په ډول ، جوړښت او د بدن په انساجو پورې هم اړه لري چې دا غږ پکې سفر کوي.

د ژل لږ مقدار پر جلد باندې اچول کېږي ترڅو صوتي امواج له پروب څخه د معاینې ساحې په ښه توګه سفر وکړای شي او بېرته راوګرځي. د بدن د ځینو ساحو د معایناتو لپاره الټراساونډ ډېره ښه وسیله ده خو د ځینو نورو برخو لکه د سږو لپاره دا ډېره مناسبه نه ده.

دا طرزالعمل څرنګه کار کوي؟

د الټراساونډ عکسونه د سونار له هغو اصولو څخه پیروی کوي چې ښاپېرکونه ، بېړۍ او ماهي نیوونکي کسان یې کاروي. کله چې صوتي امواج له یو څه سره ولګي نو بېرته راګرځي یا ایکوز کوي. ددې ایکو امواجو د اندازه ګیرې له لارې، دا شونې ده چې جوت شي چې څیز یا جسم څومره لرې پروت دی او همداراز د څيز اندازه، شکل او ثبات هم معلومولای شو (چې جسم جامد دی او که له مایعاتو څخه ډک دی)

په طب کې الټراساونډ د ارګانونو، انساجو او رګونو په اندازې او ظاهر کې د بدلونونو د معلومولو او همداراز د غیرې نرماله کتلو لکه تومورونو د معلومولو لپاره کارول کېږي.  

په آلټراساونډ کې پروب صوتی امواج لېږدوی او ایکويي امواج ترلاسه کوي. کله چې پروب پر جلد باندې ولګېږي نو نااورېدوني د لوړ فریکوانس صوتي امواج د بدن داخل ته ورلېږي.

دا چې صوتي امواج پر مختلفو ارګانونو، مایعاتو، او انساجو باندې لګېږي، نو په پروب کې پروت حساس مایکروفون د غږ په ویشتنه او لوري کې کوچني تغییرات هم ثبتوي.

دا امضاء ډوله امواج په فوري توګه اندازه ګیري کېږي او د کمپیوټر له لارې ښودل کېږي، چې پر منیټر باندې د حقيقي وخت انځور په توګه ښودل کېږي. د ګرځنده عکسونو یو یا ډېر فریمونه په ځانګړې توګه اخستل کېږي. د عکسونو لږې ویډیوګانې هم خوندي کېدلای شي.   

ډاپلر الټراساونډ چې د الټراساونډ یوه خاص طریقه ده چې په رګونو کې د وینې د جریان او سرعت اندازه ګیري کوي.

د وینې د حجراتو حرکت د منعکس شوي صوتي امواجو په ویشتنه کې د یو بدلون لامل ګرځي ( چې ورت ډاپلر ایفیکټ وايي)

يو کمپیوټر دا غږونه راټولوي او پروسس کوي یې او رنګه عکسونه ترې جوړوي چې په رګونو کې د وینې جریان ښيي.

دا طرزالعمل څرنکه ترسره کېږي؟

د الټراساونډ د اکثره معایناتو لپاره له تاسې به وغوښتل شي چې ستون ستغ یا شا په تخته د معاینې پر تخت باندې څملئ چې دا تخت کږېدلای او یا دا چې خوځېدلای هم شي. ناروغان دواړو اړخونو ته اوختلای شي چې په دې توګه د عکسونو کیفیت ښه شي.

روسته له دې چې تاسې د معاینې پر میز باندې څملاستئ؛ نو راډیولوجست ( هغه ډاکتر دی چې په دې برخه کې مخصوصاً روزل شوی دی او د رادیولوژۍ معاینات تفسیروي او څارنه یې کوي ) یا سونوګرافر نرم ژل د معاینې پر اړونده ساحه باندې واچوي.

ژل به له پروب سره مرسته وکړي چې له بدن سره یوه خوندي تماس پیدا کړي او د پروب او جلد ترمنځ شته هوايي کڅوړې به له منځه یوسي چې دا کڅوړې ستاسې بدن ته د امواجو په ورلېږدونه کې خنډ رامنځ ته کولای شي.

پروب ته پر اړونده سیمه باندې مخکې او شاته حرکت ورکول کېږي ترڅو مطلوب انځورونه واخستل شي.  

کوم فشار چې د پروب له لارې د معاینې پر اړونده ساحه باندې راوړل کېږي نو هیڅ ډول ناراحتي نه رامنځ ته کوي. که چېرته معاینه پر هغه سیمه باندې چې پړسوب ولري ترسره شي نو ښايي د پروب له کبله تاسي لږ درد احساس کړئ.

ډاپلر سونوګرافي هم د هماغې پروپ د کارونې له لارې ترسره کېږي

کمکي کوچنیانو ته ښايي لږ تسکین ورکوونکي درمل ورکړل شي ترڅو دا طرزالعمل ورباندې اجرا شي. مخکې له مخکې باید له والدینو څخه په دې اړه پوښتنه وشي او له تسکین ورکونې څخه مخکې باید د خوراک څښاک د محدودیتونو په اړه باید ورته خبر ورکړل شي.

کله چې معاینه بشپړه شوه؛ نو د آلټراساونډ پاک ژل به ستاسې له جلد څخه وچ کړای شي. هغه برخې چې نشي وچېدلای باید د پوډرو له لارې وچې شي. د الټراساونډ ژل پر کالو باندې لکه نه پرېږدي او نه هم کالي بې رنګه کوي.  

د آلټراساونډ په ځینو مطالعاتو کې ځانګړې پروب کارول کېږي چې د بدن په طبیعي پرانستو ځایونو کې وردننه کېږي. دا معاینات دا دي:

  • ټرانس ایزوفیجیال ایکوکاردیوګرام. پروب مرۍ ته وردننه کېږي چې د زړه عکسونه واخلي
  • ټرانسریکټال الټراساوند: پروبن د نارینه مقعد ته وردننه کېږي چې پروستات ولیدل شي
  • ټرانس ویجینال الټراساونډ: پروب د ښځینه مهبل ته وردننه کېږي چې رحم او تخمدانونه ولیدل شي

د طرزالعمل په ترڅ کې او تر طرزالعمل روسته به زه څه تجربه کړم؟

د الټراساونډ معاینات بې درده دي او د اکثره ناروغانو له خوا په اسانۍ سره تحمل کېدلای شي.

د آلټراساونډ هغه معاینات چې په ترڅ کې یې پروب د بدن یو پرانستي ځای ته وردننه کېږي ، ښايي څه لږه ناراحتي رامنځ ته کړي.

که چېرته د ډاپلر مطالعه ترسره کېږي؛ دا چې د وینې د جریان څارنه او اندازه ګيري کېږي؛ نو ښايي تاسې د پلس په شان غږونه واورۍ چې په ویشتنه کې بدلون مومي.  

د الټراساونډ اکثره معاینات په ۳۰ دقیقو کې پوره کېږي، که څه هم نور پراخ معاینات ښايي تر یو ساعت پورې دوام وکړي.

کله چې معاینات بشپړ شي؛ نو ښايي له تاسې وغوښتل شي چې خپل کالي واغوندئ او منتظر شئ ترڅو د الټراساونډ انځورونه مرور شي.

د الټراساونډ تر معاینې روسته، تاسې باید سملاسي وتوانېږئ چې خپل عادي فعالیتونه بېرته پېل کړئ.    

نتایج څوک تفسیروي او زه یې څرنګه ترلاسه کړم؟

رادیولوجیست، هغه ډاکتر چې د رادیولوژي معاینات تفسیروي او په دې برخه کې یې ځانګړې روزنه ترلاسه کړې، به د دې انځورونو شننه کوي او لاسلیک شوی راپور به ستاسې لومړني معالج ډاکتر یا ډاکتر یا بل د روغتیا وړاندې کوونکي کس ته چې د معاینې غوښتنه یې کړې وه، ورلېږي.

معمولاً کوم ډاکتر چې تاسې ته یې د الټراساونډ معاینات لیکلي وه؛ نو همدا ډاکتر به له تاسې سره د الټراساونډ نتیجه شریکه کړي. په ځینو مواردو کې ښايي رادیولوجست له تاسې سره د معاینانو د نتیجو په اړه هم خبرې اترې وکړي.

ښايي تعقیب کوونکي معاینات اړین وي او ښايي ستاسې ډاکتر ددې کار دقیق علت تاسې ته تشریح کړي چې ولې یې نور معاینات درته لیکلي دي.

ځیني وخت، تعقیب کوونکي معاینات ددې لپاره کېږي چې یو ځانګړې ابنارملتي له اضافي نظریاتو یا د تصویربردارۍ له ځانګړې تخنیک سره یو ځای لا ډېرې ارزونې ته اړتیا لري.

تعقیب کوونکي معاینات ښایي ددې لپاره هم اړین وي چې په یو پېژندل شوې ابنارملتۍ کې د وخت په تېرېدو سره د هر راز بدلون څارنه وشي.

تعقیب کوونکي معاینات ځینې وخت یوه بهترینه لاره وي چې ولیدل شي ، آیا درملنې اغېز کړې یا دا چې نتیجه ثابته ده یا د وخت په تېرېدو سره یې بدلون موندلی دی.

ګټې او خطرونه یې څه دي؟

ګټې:

  • د الټراساونډ زیاتره معاینات غیرې تهاجمي وي ( ستنې او پیچکارۍ پکې نه وي)
  • په ځینو وختونو کې، د الټراساونډ معاینه ښايي په لنډمهاله توګه ناراحته کوونکي وي، خو دا باید دردناکه نه وي
  • الټراساونډ په پراخه توګه د لاسرسي وړ دی، په آسانې د کارونې وړ دی، او د تصویربردارۍ د نورو طریقو په پرتله ارزانه دی.
  • د الټراساونډ تصویربرداري خورا خوندي ده او هیڅ راز ایونایزینګ اشعه نه کاروي
  • د الټراساونډ معاینات د نرمو انساجو یو روښانه انځور ورکوي، چې د ایکسري په عکسونو کې نه ښکاري.
  • د دوه ځانو یا امیندوارو مېرمنو او د دوی د نازېږول شویو کوچنیانو د تشخیص او څارنې لپاره الټراساونډ د تصویربردارۍ یوه غوره وسیله ده.
  • الټراساونډ د حقیقي وخت انځور برابروي، چې د حداقلي غیرې تهاجمي طرزالعملونو لکه د ستنې بایپوسي او د مایع د اسپریشن لپاره یوه ښه وسیله ده.

خطرونه

  • د معیاري تشخیصي الټراساونډ لپاره، پر انسانانو هیڅ ډول پېژندل شوې اغېزې نلري.

د عمومي الټراساونډ د تصویربردارۍ محدودویتونه څه دي؟

د الټراساونډ امواج د هوا یا ګاز له لارې مختل کېږي؛ نو له دې مخې الټراساونډ له هوا څخه د ډکې کولمې یا هغه ارګانونه چې د کولمو له لارې پټ شوي دي؛ یوه مطلوبه تصویربرداري نه ده.  

په اکثریت داسې مواردو کې باریم معاینات، سی ټي سکن ان ایم آر آی د خوښنې وړ طریقې دي.

اوږده ناروغان پر الټراساونډ باندې ډېره په مشکله لیدل کېږي ځکه څومره چې امواج د بدن ژورو برخو ته ورننوځي نو د انساجو عمده مقدار دا امواج کمزوري کوي.    

الټراساونډ په ډېره مشکله د هډوکي منځ ته ورننوځي نو په دې توګه الټراساونډ د هوډکیو د جوړښت یوازې بهرنۍ سطحه لیدلای شي او داخلي برخې یې نشي لیدلای( خو د کوچنیانو په استثناء چې د کمکي کوچنیانو او غټاتو په پرتله دوی پخپل اسکلیټ کې لا ډېر کارټلیج لري)

د هډوکیو د داخلي جوړښتونو یا ځانګړو مفصلونو د لیدنې لپاره معمولاً د تصویر بردارۍ نور وسایل لکه ایم آر آی کارول کېږي.

Leave a Comment