ژوند بڼه

دا ژوند اصلاََ څشی او څه معنا؟

What is Life ژوند څه شی دی
This is the Favicon or Site Icon of Zwak News which is official logo Zwak News in it.
Written by Zwak News

ژوند يو سفر دی چې د مور د بطن نه په زېږېدو شروع او د مرګ په پوله ختميږي.

وصال او جدايي ددې سفر ملګري دي. د انسان د اولې ورځې پيدايښت چې د مور د بطن نه جدا شواو د مور په غېږ کې پريوت، ددې سفر اول قدم او د بېلتون او وصل د معاملې لومړۍ تجربه وه چې صورت يې ونيولو او د عمر تر پايه دا سلسله جاري پاتې شوه، چې د وخت په تېرېدو سره انسان د همدې دوو پديدو (بېلتون او وصال) سره لاس او ګریوان وي.

د ماشومتوب او ځوانۍ په دوره کې د وصال کچه تر بېلتون لوړه وي او هره ورځ انسان د نويو اشخاصو، شيانو، فکرونو، چاپېريال او پديدو سره اشنا او په تماس کې کيږي، خو د ژوند د ګراف د صعودي مسير اعظمي نقطې ته د رسېدو او د نزولي مسير په اختيارولو سره د ژوند په تله کې بيا د بېلتون پله درنيږي. هر څومره چې انسان زړيږي د معاشرت دايره يې تنګيږي او د بيلتون يې پراخيږي.

په ماشومتوب او ځوانۍ کې شور وي، شوق وي، قوت وي، ديدنونه او تماس وي، خو څومره چې عمر په زياتېدو شي قوت په کمېدو شي او د شور – شوق ګرمې او تېزې لمبې په سړېدو او کرارېدو شي. د خپلوانو، يارانو او همزولو نشتوالی يا کمی شي او ورځ په ورځ انسان د یوازیتوب او انزوا لوري ته تقرب پيدا کوي.

د ژوند د سفر عجب داستان دی، په شروع کې چې د ماشومتوب مرحله ده، دنيا ته نوی راغلی ماشوم د مور، پلار، کورنۍ د نورو غړيو، خپلوانو او دوستانو د توجه په محراق کې قرار لري. روزنه او پالنه يې وي، په مينه، ناز او دلاساينې ورسره رويه کيږي او هیڅکله يې يوازېتوب ته نه پرېږدي، خو همدغه ماشوم په لوييدو او ځوانېدو سره د وصال د لوی نعمت د قېمت او خوند سره په غفلت کې کرار کرار د په ځان بسياتوب لوري ته تمايل پيدا کوي او د نويو وصالونو په ميسریدو يې د پخوانيو سره تماس په کمېدو او د هغوی د بېلتون سره مخامخ شي.

ماشومتوب، نوې ځواني او ځواني د بلوغ تر مرحلې د هېلو، خيالونو، اډياوو، نقشو، پلانونو او د هغوی د پياده کولو هڅې دي، خو بوډا توب بيا د بيلتون په سيند کې د ناهيلۍ، بې ميلۍ، کمزورۍ او بې پلانۍ هغه څپه ده چې د وصال ساحل ته د رسېدو چانس نه لري او يوازې په يادونو او خاطرو کې ورکه شي.

ژوند يوه تړلې دايره ده چې په زېږېدو او د دنيا سره د وصل د نقطې نه شروع او بېرته همغه نقطې ته په رسېدوتکميله او په ابدي بېلتون ختمه شي. د دواړو مرحلو مشابهت د نورو توجه او مرستې ته احتیاج دی، خو توپير يې بيا په دې کې دی چې په ماشومتوب کې دې احتیاج ته د معاشرې وصالي او رضايي رويه وي او په زړښت کې بېلتوني او جبري.
يا ربه د ټولو خاتمه په خير کړې.
سریع ویب

Leave a Comment