شعرونه او غزل

وخت به غواړي

يو ستر عذاب تېر شوى، وخت به غواړي
ســور انقلاب تېر شوى، وخت به غواړي
خـــولې نه مې وينــو غـــوندې لاړې راځي
زمـــا ګــلاب تېـر شــوى، وخت به غواړي
پـــه موږ دې تېــــر جنګــونه نه خرڅوي
اوس يې حساب تېرشـوى، وخت به غواړي
دومـــره ژر نه کـــــېږي دا لوى وطــن دى
دلتــه سيــلاب تېر شــوى وخت به غواړي
د کلـــــــمو باران يــــې بيــــــا جــــاري دى
د چــا کتاب تېـــر شوى، وخت به غواړي
اوښکه امېل