شعرونه او غزل

غزل_دی؟

مــــــا کلک ونیسه یاره مـــــــا لتانه بیلــــــــــــوي
راغلـــــی یو طوفان دی مــونږ جــــــــــانانه بیلوي
خدایه هغه چاته هم د مینې درد ښکاره کـــــــــــړه
د مینې خوږ اشنا چـــــــــــــې څوک له چانه بیلوي
نن بیا یو مسافر له کوره سرې سترګې رخصت شو
غربت یی په سلګو د مــــــــــــور له خوانه بیلوي
تیاره ده را روانه د مغرب د لـــــــــــــــــورې راغله
بچې زمـــــــــــــــــــــــــــــونږ د علم د رڼانه بیلوي
چــــــــې ما او تا جانانه د یوبل سره خوشحال یو
رقیب به نـــــــــو بیا څنګه تا زمـــــــــــــانه بیلوي
ښکاریږي داســــړی لکه د عشق مرض کـې ګیر دی
یواځې وي خــــــــــــوشحال ځان له دنیانه بیلوي
هاشمه” ګـــــــــوره پام کوه دهوکه دې چرته نکړي
رقیب دې په چل ول له خــــــــــــوږ اشنانه بیلوي