ژوند بڼه

له استدلال پرته درک یا پوهېدنه

هغې وړتیا ته وایي چې له استدلال پرته پوهه پرې ترلاسه کولای شو. زیات لیکولان دې کلیمې ته ډېرې مانا ګانې ورکوي لکه انسان کې غېرې ارادي پوهې ته لاسرسی، په غېرې ارادي توګه د یو څه پېژندنه یا پرې پوهېدنه، داخلي حس یا ارزونه، د یو څه پېژندنې ته داخلي لید، پرته له دې چې ارادي پوهه په یو څه کې وکاروو په یو څه سملاسي پوهېدنه یا پرته له استدلال کولو په یو څه پوهېدنه.

د (Intuition) کلیمه د لاتیني ژبې له (intueri) کلیمې اخیستل شوې او مانا یې فکر کول یا ارزول ده. دواړو د لویدیځ او ختیځ فیلسوفانو یاد مفهوم په بشپړ تفصیل سره مطالعه کړی. یاد مفهوم د ذهن له فلسفې سره سر او کار لري. د ختیځ په فلسفه کې دا مفهوم له مذهب او روحانیت سره ګډ شوی او په مذهبي نظرونو کې مختلفې مانا ګانې لري. 

هندوایزمپه هندو ایزم کې یې دوه ماناګانې سري اوروبیندو لیکلي :

۱ – لمړی یې حسي مالومات (ذهن هڅه کوي چې له بهرنۍ نړۍ ځان خبر کړي).

۲ – کله چې انسان د خپل احساس په اړه پوهېدنه غواړي نو کړنو ته لار هواروي بودایزمبودایزم پرته له استدلاله درک ذهني ځواک ګڼي. په زېن بودایزم کې ډېر تکنیکونه جوړ شوي تر څو یو کس پرې دا وړتیا تر لاسه کړي. 

اسلامپه اسلام کې مختلف محققان د پرته له استدلال درک مختلف تعبیرونه کړي. ډېرو محققانو دا مفهوم د حدس یا ارزونې او اټکل په مانا یاد کړی. سیحب الدین سهر وردي چې د فارس فیلسوف وو په خپل اشراق کتاب کې دا مفهوم د پېغمبرانو وړتیا یاده کړې.

دا مفهوم یې په خپل طبیعت کې عرفاني ښودلی. ابن سینا نبوي ظرفیت ګڼلی. ابن سینا ګمان کوي چې دا ډول پوهه پرته له ارادې ترلاسه کیږي. د لویدیځ فلسفهپه لویدیځ کې پرته له استدلال د پوهېدنې مفهوم د پوهې جلا څانګه نه ده.

تر ټولو زوړ تعریف یې افلاطون کړی. افلاطون د جمهوریت په نامه خپل کتاب کې پرته له استدلا پوهېدنه د حقیقت په ریښتیني طبیعت د پوهېدو لپاره استدلال یې بنسټیزانساني ظرفیت ګڼلی. افلاطون داخلي حس مخکې له مخکې موجوده پوهه ګڼلې.

Leave a Comment