لیکنې

د انزال سرعت

د جماع پر مهال د قضیت تر دخول وړاندې او یا وروسته سملاسي انزال او د مني وتلو ته د انزال سرعت وایي.
د انزال سرعت د نرانو عام شکایت دی په دې کې سړی نه سي کولالی، چې د مني په خارجېدو قابو راولي. بلکې زر او د ده توقع خلاف مني خارجېږي، چې د دې ناروغۍ له امله په نرانو او ښځو دواړو کې دهني او جسماني اغېز پاتې کېږي.
#اسباب: د مني خزانه ډکېدل، کمزورتیا، د بلغمي رطوبتونو زیاتون. خوځنده درمل استعمالول، د ګرمو خوځنده خوړو لکه هګۍ، کب، مرچو، مصالحو استعمالول، له فحاشو ښځو سره جماع کول، د زړه، دماغ او ګردو کمزوري، سوزاک، اتشک، د مثانې او ګردو کاڼې، د قدامې غدې ورم، د مثانې ورم، له موټي او اغلام سره عادت، بواسیر، د کولمو چنجي، د شهوانیه خیالونو زیاتون، عصبي کمزوري، زیات حساسوالی له ښځو څخه ډار او مرعوبیت. د دې ناروغۍ لاملونه ګڼل کېږي.
#تشخیص: لومړی ناروغ وینه، متیازې او غایطه مواد ټسټ کړئ که کوم خرابی پکی ولیدل سي، د هغه درملنه وکړئ.
#پرهېز_او_مخنیوی: ⑴ پر دې ناروغۍ اخته ناروغ باید جنسي ژوند په عادت کې بدلون راولي. د بېلګې په توګه باید له تېزۍ څخه ډډه او ورو ورو حرکت وکړي.
هره ورځ ورزش، په پوله پټې کې کار، سیر او تفریح کوی.
⑶ د بدن د ټولو غړیو ساتنه او د ناروغۍ په صورت کې درملنه
⑷ پر ځان باوري او په نفس کنټرول راوستل.
⑸ د صحبت پر مهال نور حیالونه راوستل. بادام یا کشمش خوړل او یا کومه خاطره او زړه راښکونکي پېښې رایادول ګټور تمامېږي.
⑹ د متیازو پر مهال په قوت سره متیازې کول چې په عضلاتو کې قوت پیدا سي.
#درملنه: ناروغ باید تر درې میاشتو له مباشرت نه پرهېز وکړی.
د حساسیت د کموالی لپاره ناروغ Pomad. Xycaine
له مباشرت څخه نیم ساعت وړاندې قضیب ومښی او له دې سره سره دې tab.mellaril ګولۍ له جماع څخه یو ساعت وړاندې وخوري.
د سراعت انزال ناروغان باید بورتنۍ تدابیر مراعات کړي.
مرچ او مصالحې دې نه استعمالوي. بادام، جلغوزي، پسته او چارمغز ډېره ګټه لري، سبزۍ او مېوې دې ډېرې خوري.
تشخیص داکتره راضیه مفیضه