پښتونخوا

د کډوالو عمومي رئيس لعل زمان مهمند صېب سره د تحصيل يافته کدرونو ليدنه

په خيبر پښتونخواه کې د افغان کډوالو عمومي رئيس محترم لعل زمان مهمند صېب سره د تحصيل يافته کدرونو ليدنه
ليدنه کې د افغان کډوالو زده کړيالانو اړوند په ډيرو مهمو موضوعاتو بحث وشو د ښاغلي مهمند صېب په شمول ټولو لوستو ځوانانو ډير مثبت او ګټور نظرونه وړاندې کړل .
د ليدنې او بحث مهم ټکي په لاندې ډول دي
1- افغان کډوالو ځوانو کدرونو ته پرمختيايي پروګرامونه او برنامې برابرول
2- د افغان کډوالو زده کړيالانو د ظرفيت لوړونې او ودې لپاره د پراختيايي پروګرامونو جوړول
3- افغان کډوال کدرونه د افغانستان داخل ته د يو رسمي چېنل له لارې سوق کول
4- افغان کډوالو ته افتخاري او وړيا توګه د خدماتو په پار د ځوانانو کمېټه جوړول
5- د کډوالو د مصؤنيت په برخه کې د ځوانانو رول او کردار
6- پنډغالو ( کيمپونو ) کې مېشتو افغان کډوالو لپاره د پرمختيايي کمپاينونو برابرول
7- د کډوالۍ کارتونو د بيا ځلې تمديد پروسې لپاره تيارۍ او د ځوانانو ونډه.