سپورټ

باسکېټ بال

باسکېټ بال د ټیم لوبه ده، په دې لوبه کې دوه ټیمونه وي او هر ټیم ډیری وخت له پنځه کسانو جوړ وي. دواړه ټیمونه له یو بل سره په یوه مستطیلي سطحه لوبه کوي همدې سطحې ته په انګرېزۍ کې (court) وایي. د توپ قطر یې ۹.۴ انچه یا ۲۴ سانتي متره وي.

په باسکېټ کې د توپ اچونې ته (shooting a basketball) وېل کیږي. د باسکېټ کړۍ یا ګردې حلقې ته یې (hoop) نوم اخیستل کیږي. د کړۍ یا حلقې قطر یې ۱۸ انچه یا ۴۶ سانتي متره وي او ۱۰ فټه لوړه نصب شوی وي. په کړۍ یا حلقه کې توپ اچونې ته (field goal) وایي.

په دې کړۍ کې د توپ اچونې پواینټونه له کړۍ څخه واټن سره تړاو لري. که چېرې یو لوبغاړی تېر وتنه وکړي فول (foul) ورته ویل کیږي او مخالف ټیم ته یو ځل د ازاد توپ اچونې حق ورکول کیږي.

په پای کې چې د کوم ټیم پواینټونه زیات وي د لوبې ګټونکی کیږي خو که چېرې د دواړو لوریو سکور سره مساوي (score tied) وي او د لوبې ټاکلی وخت پای ته ورسیږي بیا ځلې اضافي وخت ورکول کیږي. په لوبه کې د توپ مخکې وړونکی د ګام وهلو او یا منډې پر وخت توپ ته په ځمکې ټپکه ورکوي په انګرېزۍ کې ورته (dribbling) وایي – په باسکېټ بال کې (dribbling) د توپ ټپکې ته وایي خو په فوټبال کې په پښه باندې د توپ مخکې وړنې ته وایي.

لوبغاړی یا توپ خپله مخکې وړي او یا یې د ټیم بل لوبغاړي ته پاس کوي او دواړه په خپلې وړتیا ترسره کوي. د توپ مخکې وړلو پر وخت مخالف ټیم هڅه کوي چې له لوبغاړي توپ تر لاسه کړي او یا یې شوټ بلاک کړي. شوټ یې مختلف نومونه لري او هر یو ته یې (lay-up, the jump shot, or a dunk) نومونه اخلي. 

د هر ټیم پنځه لوبغاړي د لوبې په میدان کې په پنځه سیمو کې درول کیږي، تر ټولو لوړ قد لرونکی یې په سنټر کې وي، تر ټولو ښه لوبغاړی په (power forward) کې وي دا لوبغاړی هم د سنټر د لوبغاړي په څېر رول لري او د خپل باسکېټ دفاع کوونکی وي، کوم کس چې تر دې دوه لوبغاړو ټیټ قد لري او چټک وي په (small forward) کې درول کیږي او تر ټولو د لنډ قد لرونکي په (shooting guard and the point guard) موقیعتونو کې درول کیږي.

 د باسکېټ بال لوبه په ۱۸۹۱ کې د یوه کاناډایي امریکایي (James Naismith) لخوا د متحده ایالتونو په ماساچوسټس کې طرحه شوې تر ټولو نامتو لیګ یې (The National Basketball Association NBA) دی او ورپسې لیګونه یې لاندې یاد شوي

ورپسې لیګونه یې لاندې یاد شوي:

EuroLeague Basketball, Champions League AmericasEuroLe ague Women

Leave a Comment