سپورټ

رونالډو د ۲۱مي پيړۍ تر ټولو غوره لوبغاړی ونومول شو

This is the Favicon or Site Icon of Zwak News which is official logo Zwak News in it.
Written by Zwak News

Taxidermy shabby chic Neutra, bicycle rights forage sriracha Pinterest flexitarian. Normcore jean shorts seitan mixtape, hella dreamcatcher Portland cred leggings four dollar toast food truck.

د پرتګال هیواد د فوټبال ملې لوبډلې او ایټالوي کلب یوونټوس تکړه او نامتو لوبغاړی کریسټیانو رونالډو د ګلوب ساکر له لوري د ۲۱مي پيړۍ تر ټولو غوره د فوټبال لوبغاړی وټاکل شو.

دا مراسم تېره شپه په دُبۍ کې نیول شوي وه، چې د نړۍ مشهوره او نامتو لوبغاړو له ډلې کریسټیانو رونالډو د ۲۱مي پيړۍ تر ټولو د غوره لوبغاړي جایزه خپله کړه.

د نړۍ دې غوره لوبغاړي په خپل لوبیز ژوند کې تر دې دمه پوري ۱۰۲ ګولونه د خپل ملي ټیم پرتګال لپاره لګولي او د کلبي لوبو لپاره یې بیا ۶۵۴ ګولوهنې ترسره کړې دي.

رونالډو دا جایزې په شخصي ډول ترلاسه کړي

۱ـ د سرو زرو توپ په ۲۰۰۸، ۲۰۱۳، ۲۰۱۴، ۲۰۱۶ او ۲۰۱۷ کلونو کې.
۲ـ د فیفا کال تر ټولو غوره لوبغای په ۲۰۰۸ کال کې.
۳ـ د فیف‌پرو د کال تر ټولو غوره لوبغاړی په ۲۰۰۸ کال کې.
۴ـ د فیفا له لوري د کال تر ټولو غوره نارینه لوبغاړی په ۲۰۱۶ او ۲۰۱۷ کلونو کې.
۵ـ د اروپا تر ټولو د غوره لوبغاړي جایزه، په ۲۰۱۴، ۲۰۱۶ او ۲۰۱۷ کلونو کې.


۶ـ د یوفا د کال او غوره بریدګر لوبغاړی په ۲۰۰۸ کال کې.
۷ـ د فیف‌پرو تر ټولو د ځوان لوبغاړي جایزه د ۲۰۰۳ـ۲۰۰۴ پوري.
۸ـ د پرتګال د کال تر ټولو غوره لوبغاړی په ۲۰۱۶، ۲۰۱۷، ۲۰۱۸ او ۲۰۱۹ کال کې.
۹ـ د اروپا د سرو زرو بوټ جایزه له ۲۰۰۷ـ۸، ۲۰۱۰ـ۱۱، ۲۰۱۳ـ۱۴ او ۲۰۱۴ـ۱۵ پوري.
۱۰ـ د پوشکاش جایزه په ۲۰۰۹ کال کې.
۱۱ـ د فیف‌پرو د کال په غوره لوبډله کې، ۲۰۰۷، ۲۰۰۸، ۲۰۰۹، ۲۰۱۰، ۲۰۱۱، ۲۰۱۲، ۲۰۱۳، ۲۰۱۴، ۲۰۱۵، ۲۰۱۶، ۲۰۱۷، ۲۰۱۸، ۲۰۱۹ او ۲۰۲۰ کلونو کې.
۱۲ـ د اروپا د کال په غوره لوبډله کې، ۲۰۰۴، ۲۰۰۷، ۲۰۰۸، ۲۰۰۹، ۲۰۱۰، ۲۰۱۱، ۲۰۱۲، ۲۰۱۳، ۲۰۱۴، ۲۰۱۵، ۲۰۱۶، ۲۰۱۷، ۲۰۱۸ او ۲۰۱۹ کلونو کې.
۱۳ـ د چمپېنزلیګ په غوره لوبډله کې، ۲۰۱۳ـ۱۴، ۲۰۱۴ـ۱۵، ۲۰۱۵ـ۱۶، ۲۰۱۶ـ۱۷، ۲۰۱۷ـ۱۸ او ۲۰۱۸ـ۱۹ پړاونو کې.
۱۴ـ د اروپا په سطحه تر اتلولۍ وروسته د سپینو زرو بوټ په ۲۰۱۶ کال کې.
۱۵ـ د یوفا د ملتونو جام په لوبډله کې، ۲۰۱۹ کال.
۱۶ـ د فیفا له لوري د نړۍ په غوره لوبډله کې، ۲۰۱۸ کال.
۱۷ـ د فیفا له لوري د نړۍ د غوره لوبډلو ترمنځ په سیالیو کې د سرو زرو توپ ترلاسه کول، ۲۰۱۶ کال.
۱۸ـ د فیفا له لوري د نړۍ د غوره لوبډلو ترمنځ په سیالیو کې د سپینو زرو توپ ترلاسه کول، ۲۰۰۸، ۲۰۱۴ او ۲۰۱۷ کلونو ک۱۹ـ د پي ایف اې له لوري د کال تر ټولو ځوان لوبغاړي جایزه، په ۲۰۰۶ـ۷ پړاو کې.
۲۰ـ د انګلستان په غوره لیګ کې د کال غوره لوبغاړي جایزه، ۲۰۰۶ـ۷، او ۲۰۰۷ـ۸ پړاونو کې.
۲۱ـ د کال تر ټولو غوره لوبغاړی، ۲۰۰۶ او ۲۰۰۷ کلونو کې.
۲۲ـ په غوره لیګ کې د سرو زرو بوټ جایزه، ۲۰۰۷ کال کې.
۲۳ـ د لالیګا د غوره لوبغاړي جایزه، ۲۰۱۳ـ۱۴ پړاو.
۲۴ـ د لالیګا د غوره بریدګر لوبغاړي جایزه، ۲۰۱۳ـ۱۴ پړاو کې.
۲۵ـ د لالیګا تر ټولو ارزښت لرونکی لوبغاړی، ۲۰۱۲ـ۱۳ پړاو کې.
۲۶ـ د پيچیچي جایزه، ۲۰۱۰ـ۱۱، ۲۰۱۳ـ۱۴ او ۲۰۱۴ـ۱۵ پړاونو کې.
۲۷ـ د بي بي سي له لوري د کال تر ټولو غوره ورزشي شخصیت جایزه، ۲۰۱۴ کال.
۲۸ـ د ایټالیا په کورني لیګ کې تر ټولو اررښتناکه لوبغاړی ۲۰۱۸ـ۱۹ پړاو کې.
۲۹ـ د سرو زرو د پښې جایزه، ۲۰۲۰ کال کې.
۳۰ـ رویایي ټیم د سرو زرو توپ، ۲۰۲۰ کال.

Leave a Comment