خبرتیاوي

خبرتیا!

له ټولو هغو افغان کډوالو چې په اسلام آباد، راولپنډی ښارونو او همدارنګه د پنجاب ایالت نورو سیمو اوسېدونکو ته خبر ورکول کېږی تر څو خپل PoR کارتونه د فبروری تر ۲۸ نېټې د PCM سنټر څخه لاس ته راوړي او له نوموړې نېټې وروسته یاد خدمتونه بند دي.
د یادولو وړ ده چې یاده خبرتیا یوازې هغه کسانو لپاره ده چې پخوا یې خپل نوي زېږېدلي ماشومان په ځان پسې ثبت کړي او یا هم د ورک کارت، د نوم تصحیح او زېږېدو نېټې د تصحیح لپاره PCM سنټر ته مراجعه کړې وه.
نوټ: د نوموړی نېټې وروسته پاتې کارتونو د باطل کېدو په صورت کې څوک د شکایت حق نلري.
په PCM سنټر کې کاري روټین: د دوشنبې څخه تر جمعې د سهار د ۹ بجو څخه د مازدیګر تر ۵ بجو پورې.