بسم االله الرحمن الرحيم

ځواک نیوز یوه افغانه خبري رسنۍ ده چي، چې له کابل ښار څخه په پښتو او انګلیسي ژبو نشرات کوي.  ځواک نیوز د افغانستان د اطلاعاتو او فرهنګ او مخابراتو وزارتونو په رسمي جواز، د افغانستان د اسلامي قانون او رسنیو قانون په رڼا کې فعالیت کوي. دغه خبري رسنۍ یوه بشپړه سیاسي – خبري رسنۍ ده، چې د افغانستان او نړۍ ورځني مسایل او پېښې تعقیبوي. د ځواک نیوز تحلیل، شننې، څیړنې، خپرونې، خبرونه او رپوټونه د واقعیتونو او حقایقو په رڼا کې تعقیبیږي او په هیڅ کوم ګوند پورې اړند نده.   ځواک نیوز په ټوله معنا ځان اسلامي ارزښتونو ته ژمن بولي او د افغانستان د ملي ګټو او ارزښتونو په رڼا کې عمل کوي.

لکه څنګه چي نړۍ مخ پروړاندې روانه ده، نو بايد ځانونه ورسره عيار وساتو؛ د تيرو څو کالونو راهيسې نړۍ په هر اړخيزو برخو کې په بيساري ډول پرمختګ وکړ؛ چي د انټرنيټ او ټکنالوژي په برخو کې يې سارى نه ليدل کيږي؛ آن د نړۍ هر وګړي ورسره سر او کار دى او د ژوندانه يو آړين ضروت يې ګرځيدلى دى.

دا چي انټرنيټ يو نړيوال جال دى، نو د افغانستان په شومول د نړۍ ملياردونه وګړي لري.
ځواک نيوز په تاسو د نړۍ له تازه حالاتو خبروي او له عصري نړۍ سره مو د سيالۍ ډګر ته ور وړاندې کوي، تر څو په هر اړخيزو معلومات سمبال او له هرې ټکنالوژي خبراو اګاه ووسئ.

خو بدبختانه په ګران هيواد افغانستان کې د تېرو څو لسيزو راهيسې درنې جګړې او نا امنى روانې دي او زموږ هيواودال يې د نړيوالو له سيالۍ وويستلي دی.
دا چي هيوادوال مو مخکې له مخکې درديدلي دي او لا هم د غم او کړاو سره لاس او ګريوان دي، نو ځکه اوس مهال رسنۍ د افغانستان په وګړو مخاخ اغېزې لري.

دا چي خداي مه کړه ز موږ ګران هيودوال په روحي تکليف، ژاور خفګانو او ناورينو اخته شي، ځواک نيوز د غم او ناورینونو مطالبو پر ځاي د نړۍ په پرمختګونو د تعليم، سياست، سپورټ، ټکنالوژي، فلسفه، ارواپوهنه او بلاخېره د کلتور او هنر په برخو ډېر تمرکز کوي، ترڅو د منفي اغېزې پر ځائ مثبتې اغېزې ولري.

ځواک سره اړیکې
اوس هر وخت چې وغواړئ له څواک نیوز سره اړیکې نیولی شئ.

ایمیل:
info@zwaknews.com

له دې فیسبوک پاڼې له لارې هم پیغام راستولی شئ.
facebook.com/ZwakNews