ټیکنالوژي

د ورځې ۵ ساعته ټلویزون کتل، ۳۵ سلنه سپرم وژني

تازه څیړنې موندلې، چې د ورځې پینځه یا زیاتو ساعتونو لپاره ټلویزون کتل، د نارینه ۳۵ سلنه سپرم له مینځه وړي.
څیړونکي وايي، چې زیات وخت ټلویزون ته کیناستل، د وزن د زیاتیدو او د بدن د سستۍ لامل هم کیږي.

څیړنه وړاندې لیکي، هغوی چې زیات ټلویزون ګوري، په سږو کې يې د وینې د لخته کیدو احتمال هم زیاتیږي، چې آن د مرګ باعث يې ګرځي. تر دې وړاندې، یو شمیر څیړونکو دا هم ویلي وه، هغه خلک چې د اوونۍ ۲۰ ساعته او یا هم تر دې زیات تلویزون ګوري، د هغوې په نسبت، چې تلویزون کم او یا هم نه ګوري، د سپرم اندازه يې ۵۰ سلنه کمه وي.
د هندوستان په نوي ډهلي کې د اندرا آې وي ایف روغتون متخصصه سګریکا اګروال وايي، چې کیمیاوي زرې او تیزابي خاصیت د نارینه د سپرم حرکت او بڼه دواړه بدلوي او زیاتره يې وژني. ددې سربیره د نارینه د مني اندازه او کیفت دواړه کموي.

ډاکتره اګروال وړاندې وايي، د ټلویزون د کتلو سره هم مهاله خوراک کول هم ددې لامل کیږي، چې ۴ چنده د سپرم اندازه کمه کړي او حرکت يې کمزوری کړي. دې څیړونکې ډلې په ۲۰۰ هغه زده کوونکو چې عمرونه يې له ۱۸ تر ۲۲ کلونو و، څیړنه کړې او دې پایلې ته رسیدلي، هغه خلک چې ټلویزون يې لیده د سپرم اندازه يې ۳۷ mn په في ملي لیترmL وه؛ او هغوی، چې ډیر کم وخت یا هیڅ تلویزون نه لیده، د سپرم اندازه يې ۵۲ mn په یو ملي لیتر وه.

فزیکي تمرین هم د سپرم اندازه زیاتوي.
یوه جلا څیړنه لیکي، هغوی، چې فزیکي تمرین کوي، د هغوی په نیسبت چې فزیکي تمرین نه کوي، د سپرم اندازه يې ۳ تر ۴ چنده زیاته وي. د یادونې وړه ده، چې له اندازې زیات فزیکي فعالیت او تمرین هم سپرم وژني او اندازه يې کموي، چې بیا د شنډتوب لامل کیږي.

دا څیړنه د امریکا د ساري او خپریدونکو ناروغیو په ژورنال کې خپره شوې ده.
که څه هم په څیړنه کې په مشخص ډول د کمپیوټر او ځيرک موبایلونو یادونه نه ده شوې، خو ویلای شو، چې که د ټلویزون لیدل د نارینه سپرمونه وژني، کمپیوټر او سمارټ فون هم لږ یا ډیر د نارینه جنسي ځواک ته مضر تمامیدلای شي.

Leave a Comment