ټیکنالوژي

پنځه پوښتنې چې ساینس یې ځواب نه شي ویلی

This is the Favicon or Site Icon of Zwak News which is official logo Zwak News in it.
Written by Zwak News

ساینس ټولو پوښتنو ته ځوابونه نه لري، البته د ځینو پوښتنو داسې ځواب وايي چې باور پرې کولی شئ.البته ساینس هم دا نه وايي چې یوې مسلې ته یې کوټلی ځواب موندلی. ساینسې څیړنې او نظریې ، دا هغه څه پر بنسټ ځوابونه دي چې تر دې مهاله پرې موږ پوهیږو. ددې امکان شته چې کلونه وروسته انسان په نورو پټو رازونو پوه شي او ډیرې اوسنۍ ساینسي څیړنې باطلې شي.
لبته دین بیا د ډیرو مسلو په اړه پاخه او کوټلي ځوابونه لري.
خو دلته موږ پر پنځو داسې مسلو خبرې کوو چې ساینس ورته لا په کوټلي ځواب موندنې نه دی توانیدلی.

ایا مځکه د شمسي نظام یوازینۍ سیاره ده چې ژوند په کې شته؟ ایا موږ یوازې یوو؟
دې ته په کتو چې د ستر خالق خلق کړي کاینات ډیر پراخ دي له شمیر وتلې فضايي اجرام او بې شمیره شمسي نظامونه وجود لري، دا څرګندیږي چې موږ یوازې نه یوو او ښايي لرې او نژدې په دې فضايي اجرامو او شمسي نظامونو کې د ژوند نورې بڼې هم واوسي.
خو تر دې مهاله د پرلپسې هڅو سربیره، انسان تر مځکې اخوا په کومه بله سیاره کې د ژوند څرک نه دی لګولی. تر اوسه ساینس دقیق نه پوهیږي چې موږ په سیارو کې یوازي ژوندي یوو که نه بل چیرې هم ژوند او ‌ذکاوت بڼې شته.

درمل ډوله څیزونه څنګه اغیز کوي؟
ډیر کله ځینې ناروغانو ته داسې درمل ورکول کیږي چې مشخص کیماوي مواد نه لري. خو بیا هم اغیز کوي. ولې او څنګه؟ د بیلګې په توګه د درد لپاره ځینې کارول شوي درمل چې اغیز کړی وروسته معلومه شوې چې اصلا درد وژونکي درمل نه وو.
ښايي د ناروغانو دردونه او ناروغۍ ذهني او عصبي تړاوونه ولري او یا دا چې د درملو سره د انسان په ذهن کې د رغیدو هیله پیدا کوي او دا هیله د وجود خپل کیماوي مواد د رغښت لپاره په فعالیت راولي. هر څه چې دي خو تر اوسه پورې دا نه ده څرګنده چې ولې درمل ډوله څیزونه اغیز کوي؟

انسانان ولې خوب ویني؟
موږ ولې ښه او خراب خوبونه وینوو. ولې مو ځینې یاد او ځینې هېر وي؟ ساینس تر اوسه دې پوښتنې کوم ځواب نه دی موندلی. که څه هم ځینې ساینسي څیړنې وړاندیز کوي چې ښايي انسان ځکه خوبونه ویني چې مغز یې معلومات خوندي کړي، ارام اوسې او اندېښنې تصفیه کړي. خو دا یوازې اټکلي څیړنې دي او تر اوسه ساینس په دې اړه چې انسان ولې خوب ویني؟ کوټلی او په تجربه ثابت ځواب نه لرې.

له فضايي تورو سوریو( black holes) اخوا څه دي؟
بلاک هولز یا فضايي تورې سوړې په خلا کې د اوبو ګردابونو ته ورته له انرژۍ ډک راښکونکي دي. دې ته چې هر څه نژدې ورځې په کې ورکیږي، فضايي اجزام او ان سیاري په خپل وجود کې ورکوي. خو دا چې دا هر څه چیرې ځي تر اوسه پورې یې ساینس په اړه هیڅ پته نه ده لګولې.
په دې برخه کې ساینس پوهان نه دي توانیدلي چې د البریټ اینشټاین د نسبیت د تیورۍ او د کوانټم فزیک ترمنځ تړاو ومومي. د اینشټاین په خبره فضايي تورې سوړې بالاخره په خپل ‌ذات کې رانړیږي. خو د کوانټوم فزیک پر بنسټ د داسې څیزونو موجودیت ممکن نه دی.
د ساینس د تیوریو ترمنځ دا توپیر ښيي چې موږ تر اوسه هغه وسایل او مفاهیم نه لرو چې د فضايي تورو سوریو په اړه چې په بله خوا کې یې څه دي؟ پوه شو.

جاذبه څنګه کار کوي؟
مځکه د شمسي نظام د یوې سیاري په توګه د جاذبې قوه لري. چې پر بنسټ یې پر دې کرې اوسنۍ بڼه او پرې د موجودانو شتون ممکن شوی دی. موږ په دې پوهیږو چې په فضايي سیارو او اجزامو کې څومره چې یو څه غټ او ستر وي هومره ډیر خپل مدار ته څیزونه راکاږي. خو دا ولې؟ په دې اړه تر اوسه کوم ځواب نه شته.
په داسې حال کې چې قوه له جاذبې مختلفه ده، دا روښانه نه ده چې څه شی اتومونه له یو بل سره یوځای ساتي. په اصل کې جاذبه څه شی دی؟
په فزیک کې د جاذبې په اړه شته ناپوهي د فضايي تورو سوریو په مشکل کې هم رول لري.

Leave a Comment