لیکنې

(۸) هغه کارونه چې یوازې هوښیار خلک يې ترسره کوي:

20220905 085429
Avatar photo
Written by Zwak News

ـ هوښیار خلک پوهېږي چې که له منفي فکره کسانو سره ملګرتيا پيل کړي خپله به هم منفي شي او د يوه کار تر کېدو به په نه کېدو زيات باور پيدا کړي. دوی هڅه کوي مثبت ملګري خپل ژوند ته راولي او له هغوی د ښه ژوند او پرمختګ الهام او انګيزه تر لاسه کړي.
۲ ـ هوښیار خلک پوهېږي چې هر انسان بېل استعداد، بلې ځانګړنې او ذوق لري او هېڅ وخت يو انسان د بل په څېر نه شي کېدای، دوی په همدې اساس خپله طريقه او سبک پيدا کوي او د خپلو اصولو په اساس ژوند کوي، غواړي د نورو لپاره الګو وګرځي او خپل استعدادونه پياوړي کړي. (هوښیار خلک خپل ځان له نورو کسانو سره نه پرتله کوي.)

۳ ـ هوښیار خلک دا نه وايي چې ژوند بايد بيخي بې عيبه وي. هوښیار خلک پوهېږي چې ژوند کې ستونزې او برياوې دواړه شته، هغه ژوند چې ستونزې پکې نه وي برياوې هم نه لري، هره ستونزه اصل کې د بريا يو فرصت دی چې ګټه بايد ترې واخستل شي.
۴ ـ هوښیار خلک مشکلاتو ته د مشکل په سترګه نه ګوري. هوښیار خلک ستونزې د ننګونې له زاويي ګوري، دوی ستونزې فرصت ګڼي او ګټه ترې پورته کوي.

۵ ـ هوښیار کسان درک کولی شي، چې ستونزو او سختيو ته زړه خوړل تلپاتې خپګان زيږوي. (هوښیار خلک سختيو او ستونزو ته زړه نه خوري.)
۶ ـ هوښیار خلک ستړي کيږي خو بې حوصلې کيږي نه. ځکه غوسه او ستړيا خلاقيت وژني. استقامت د بريا ستر راز دی، هغوی چې خپل کار او ژوند ته په مينه دوام ورکوي بريالي او هوښیار خلک دي.

۷ ـ هوښیار خلک په دې آګاه دي چې يوه ورځ کې څوک نشي کولی شتمن شي اونه هم په يوه ورځ کې د وزن کمول امکان لري، بلکې دوی دوامدار کار کوي او کار يې په عادت ګرځېدلی وي. (هوښیار خلک راحت په زحمت کې ويني.)
۸ ـ هوښیار خلک خپل افکار مثبت ساتي، خوشبين وي او هيلې پالي، دوی هېڅ وخت منفي افکاروته اجازه نه کوي چې په ذهن يې غلبه وکړي او ژوند يې تريخ کړي.

Leave a Comment