لیکنې

یو زوی خپل پلار ته وویل : ما یو انجلۍ لیدلې غواړم له هغې سره

20221121 092745
Avatar photo
Written by Zwak News

یو زوی خپل پلار ته وویل : ما یو انجلۍ لیدلې غواړم له هغې سره واده وکړم . هغه ډیره ښایسته او زړه وړونکي سترګې لري .
پلار وویل : سمه ده زویه !


راځه ! چې غوښتنې ته یې ورشو ؛ نوکله چې د هغه هلک پلار انجلۍ ولیدله دهغې ستاینه یې وکړه او خپل زوی ته یې وویل :
ته د دې لایق نه یې چې له دې انجلۍ سره واده وکړې ، هغه یو تجربه لرونکي تن ته ضرورت لري لکه زما په شان .
زوی د پلار له دې خبرو حیران شو او وویل « هغه له ماسره واده کوي ، نه له تاسو سره «

هغوی په خپل منځ کې په لانجه شو ان تر دې چې پریکړه یې وکړه سره ترڅو د پولیسو حوزې ته ورشي تر څو یې ستونځه ور حل کړي .
کله چې دوی خپله ټوله کیسه د پولیسو مامور ته وکړه هاغه وویل : * هغه انجلۍ راولئ چې زه ترې وپوښتم چې دهغه نظر کوم ډول دی *
کله چې د پولیسو مامور انجلۍ اودهغې ښایست ولید وویل : تاسو دواړه د دې انجلۍ لیاقت نلرئ ، هغه داسې چاته ضرورت لري چې په ټولنه کې بااعتباره او قدرتمن وي *.



پلار ، زوی او د پولیسو مامور ترمنځه جنجال شروع شو او پریکړه وشوه ، چې وزیر ته ورشي تر څو یې ستونځه حل شي نو همدا وو چې لاړل وزیر ته .
کله چې وزیر انجلۍ ولیدله وویل : * هغه د دې لیاقت لري چې زما غوندې دیو وزیر سړي سره واده وکړي *
دښار پادشاه له دې لانجې خبر شو او خپلو مامورینو ولیږل تر څو هغوی د پادشاه حضورته حاظر کړي تر څو یې مشکل حل کړي ؛ خو چې څنګه پادشاه انجلۍ ولیدله وې ویل : زه له دې انجلۍ سره واده کوم .
پنځو واړو ترمنځ تندې خبرې پیل شوې تر دې چې انجلۍ وویل * زه د حل یوه لار لرمه !


زه منډه کوم هر چا چې زه تر ټول وړاندې ونیولم ؛ نو واده به له هماغې سره کوم .
کله چې انجلۍ په منډو شروع کړه ، زوی ، پلار ، د پولیسو مامور، وزیر او پادشاه هم د هغې د نیولو لپاره په منډو شو ، چې نا څاپه پنځه واړه په یوه ژوره څاه کې ولویدل .
انجلۍ د څاه له سره غږ کړ * ایا پوهیږئ زه څوک یم ؟*

زه دنیا (ژوند ) یم .
خلک غواړي چې ما تر لاسه کړي له یوبله سره سیالي کوي او د همدې لپاره یوبل وژني .
هغوی خپل دین ، مذهب او انسانیت هیروي؛خو چې کله یې پښې د قبر خواته وکښل شي ؛ نو بیا خالي لاس وي
.
که مو تر اخیره ولوسته نو کمنټ کې ولیکئ. چې ولوستل شو .

که مو لیکنه خوښه شوه نو مهرابانی وکړۍ ما فالو کړۍاو له نورو ملګرو سره یی شیر (شریک) کړۍ مننه.

Leave a Comment