سپورټ

یو خبریال له کریسټیانو رونالډو څخه پوښتنه وکړه:”ولې ستا مور تر اوسه له تا سره ژوند کوي؟

20221122 115858
Avatar photo
Written by Zwak News

د فوټبال نړیوال جام پیل دی، نو راځئ دا راسره ولولئ!

یو خبریال له کریسټیانو رونالډو څخه پوښتنه وکړه:
“ولې ستا مور تر اوسه له تا سره ژوند کوي؟
ته ولې هغې ته کور نه جوړوې؟”

کریسټیانو رونالډو ځواب ورکړ:
“مور مې زه لوی کړی یم او خپل ژوند یې زما لپاره وقف کړ. هغه به وږې ویده کېده، یوازې د دې لپاره چې زه ډوډۍ وخورم


، موږ هیڅ پیسې نه درلودې.
هغې د یوې میرمنې په توګه په اونۍ کې 7 ورځې او شپې کار کاوه ترڅو ماته زما لومړني بوټان واخلي چې زه لوبغاړی شم. زما ټول بریالیتوب هغې ته وقف دی او ترڅو چې ژوندۍ وي له ماسره به ژوند کوي او هرڅه چې غواړي ورکوم یې.
هغه زما پناه او زما تر ټولو ستره ډالۍ ده.»


نوټ: په اکثرو هېوادونو کې چې کله اولاد تر ۱۸ کلونو واوړي بیا تر مور پلار بیل ژوند کوي. ان د عمر تر پایه.
ژوند

Leave a Comment