د افغانستان د ولسي جرګې پخوانی رییس یونس قانوني وايي، د تا:لبا:نو په لاس د جمهوري نظام له نسکورېدو او له افغانستانه د اشرف غني تر وتلو وروسته په یوه کال کې د پخواني حکومت د ړنګېدو اصلي عامل ښاغلی
غني دی. .
یونس قانوني له افغانستان انټرنیشنل سره په خپله وروستۍ مرکه کې ویلي چې تا:لبا:ن په افغانستان کې مشروع حکومت نه دی او ښاغلی یونس په دې باور دی چې یو حکومت خپلې ځانګړتیاوې لري چې تا:لبا’ن یې د عملي کولو توان نه لري.
په همدې حال کې د تا:لبا’نو په مشرۍ د حکومت مشرانو د دوشنبې په ورځ د اسد ۲۴ په افغانستان کې د خپلې نوې واکمنۍ لومړۍ کلیزه ولمانځله او د جمهوري نظام چارواکي یې فاسد وبلل.