افغانستان د پرځول شوي جمهوري نظام یوه پخواني مرستيال ولسمشر محمد یونس قانوني تالبانو ته خبرداری ورکړی، چې که ټول شموله نظام جوړیدو ته غاړه کینږدي،
نوموړي په يوه تازه مرکه کې وويل: تالب یوه جنګي ډله ده، چې واک ته رسېدلې او اصلي ستونزې یې اوس پیل شوي.
د هغه په وينا، تالبان اوس دوه انتخابه لري چې یا د سیاسي پړاو، ټول ګډونه نظام او د خلکو ارزښتونو سره تعامل وکړي او يا به شي.
د شمال ټلوالې نورو داسې مشرانو هم تالبانو ته ورته ګواښونه کړي، خو د تالبانو د ددفاع وزير مولو:ي یعقوب مجا:هد ويلي چې د تالبانو مخالفین به یا د دوی له امیر سره بیعت وکړي او یا به نابود شي.
تالبانو د يونس قانوني څرګندونو ته په مشخص ډول غبرګون نه دی ښودلی.
په وروستيو کې داسې ښکاري، چې تالبان له نړيوالې ټولنې او افغان سیاستوالو سره د ټول شموله حکومت د جوړیدو او نورو شرايطو په اړه هوکړې ته نه دي نیږدې شوي.