په افغانستان کې د يوناما مشر د ط البانو سرپرست حکومت ته ویلي چې د نجونو له زدهکړو سره مخالفت او د دوی پر مخ د ښوونځیو نهپرانیستل به نړیوالې مرستې بندې کړي.
د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د ماموریت نوي مشر «مارکوس پوتزل» پرون، شنبه د چنګاښ په ۲۵مه ننګرهار ته د خپل سفر په ترڅ کې ویلي چې له افغانستان سره د نړیوالو مرستو دوام به هغه مهال شونی دی چې ط البان سرپرست حکومت د افغان نجونو د زدهکړو په مسئله کې پر خپل مخالفت له سره کتنه وکړي.
پوتزل، چې په دې وروستیو کې د دې ادارې د مشر په توګه په افغانستان کې خپله دنده پیل کړې، ویلي چې زدهکړه د هر انسان حق دی او هر هغه اقدام د منلو وړ نه دی چې د ماشومانو او لویانو له زدهکړو څخه د مخنیوي لپاره کېږي.
افغانستان کې د ط البانو پر بیا واکمنۍ نږدې یو کال پوره کېږي، خو لا هم له شپږم ټولګي پورته ښوونځي د نجونو پر مخ تړلي دي.