تعلیم

یاسمینه: زه ویاړم چې یوازینۍ افغانه اداکاره یم چې لـوڅو فلمونو کې کار کوم

20220801 113849
Avatar photo
Written by Zwak News

یاسمینه: زه ویاړم چې یوازینۍ افغانه اداکاره یم چې لـوڅو فلمونو کې کار کوم!

یاسمینه علي چې ځان یوه افغانه نجلۍ بولي، چې هغه په دې ویاړې چې یوازینۍ افغانه اداکاره ده، چې په لـوڅو فلمونو کې کار کوي او هغې تاریخ جوړ کړی دی.

۲۸ کلنه یاسمینه علي چې په ۱۹۹۳ کال کې د دسمبر په لومړۍ نېټه په کابل کې زېږېدلې وه، په کم عمرۍ کې له خپلې کورنۍ سره یو ځای له افغانستان څخه انګلستان ته تللې وه.

د یاسمینه علي کورنۍ کلکه مسلمانه کورنۍ وه، خو هغه یهودي دین ته واوښته، کورنۍ یې له دې امله له خپل کور څخه وویستله، چې له یو یهودي ځوان سره یې ملګرتیا پیل کړې وه.

یاسمینه علي بیا له انګلستان څخه اسټریا او له هغه ځایه سلواکیه ته لاړه، د ډیویډ کوهن په نوم یو کس سره یې په لوڅو فلمونو کې کار پیل کړ، او وروسته یې له دغه کس سره واده هم وکړ.

د یاسمینه علي کورنۍ په ۲۰۲۰ کال کې هڅه وکړه، چې یاسمینه علي ووژني، او د دې لپاره یې یو چاته ۷۰ زره امریکايي ډالر هم ورکړي و، چې بیا پولیسو په دغه تور د هغې پلار او یو بل خپلوان ونیول.

Leave a Comment