خبرونه نړیوال خبرونه

ګلبدین حکمتیار؛ لوی ارمانونه مې نن پوره شوي دي، د مقاومت جبهې خلک د امریکا او ایران کرايي خلک دي

Avatar photo
Written by Zwak News

ګلبدین حکمتیار؛ لوی ارمانونه مې نن پوره شوي دي، د مقاومت جبهې خلک د امریکا او ایران کرايي خلک دي

وروسته له هغې چې ا.ا پر کابل خپل د واک بشپړ کنټرول واخیست،د حزب اسلامي مشر ګلبدین حکمتیار د همدې تحولاتو سره سره ځینو ګاونډیو هیوادونو ته خپل سفرونه پیل کړل، چې د سفر پیل يي تر اسلام آباده وو، حکمتیار د خپل سفر په ترځ کې د پاکستان ځینو لوړ پوړو چارواکو او دیني عالمانو سره لیدنې وکړې چې حکمتیار ددې لیدنو موخه یوازې د سیمه ییز افغانستان درلودل یاد کړي .

په ورته مهال د حزب اسلامي مشر ګلبدین تیره ورځ د جمعې لمانځه د حطبې پر مهال خبرې کولې ویلي دي، زما تر ټولو لوی ارمانونه نن پوره شوي دي او زه ډیر خوښ یم، چې په یو داسې حالات کې قرار لرو چې روس او امریکايي قواوو دواړو د افغانستان اشغال پریښی دی ، حکمتیار زیاته کړي د کوچنیوالي څخه يي لوی ارمان وو، چې افغانستان کې د هیڅ بهراني هیواد پوځي عسکر ونه ویني

او افغانستان کې یو داسې اسلامي نظام جوړ شي، چې ټولو افغانانو ته د منلو وړ وي، یاده د وي چې حکمتیار تیره ورځ ۷۳ کلن شو او ورته ځینو سیاسي او ملګرو ګوندونو هغه ته د نوې کلیزې مبارکي ورکړي ده ، او ترې یي هیله کړي ده چې خپله اسلامي مبارزه جاري وساتي.

د ویلوړ ده، چې حکمتیار د مقاومت جبهې مشران او ج/نګیالي د ایران او امریکې لپاره نوکري او کرايي خلک وبلل، او همدا شان یي زیاته کړه، چې د مقاومت جبهې مشران کله ناکله د بهرانیو ګټو لپاره جګیږي.

Leave a Comment