افغانستان خبرونه

ګلبدین حکمتیار؛ د زور حکومت دوام نکوي، د نجونو ښوونځي خلاص کړئ

FB IMG 1654359714234 2
Avatar photo
Written by Zwak News

ګلبدین حکمتیار؛ د زور حکومت دوام نکوي، د نجونو ښوونځي خلاص کړئ.

د حزب اسلامي مشر ګلبدین حکمتیار په خپلو تازه څرګندونو کې پر نوې حکومت نیوکه کړې، او په خپلو خبرو کې یي زیاته کړې ده، چې ګنې د افغانستان اوسنۍ سرپرست حکومت دې د نجونو پر مخ بند یا تړلي ښوونځي پرانیزي.

حکمتیار په خپلو خبرو کې زیاته کړې ده، چې هيڅوک پر افغانانو د زور حکومت نشي کولای او په خبره یي چې ا.ا باید د ښځو حقونه ټول په یو شان ورکړي.

د حزب اسلامي مشر حکمتیا د ا.ا لخوا پر ښځو لګول شویو محدودیتونو ته په اشارې ویلي دي، چې سرپرست حکومت دې پر کړې پرېکړۀ له سره کتنه وکړي ،

او په وینا یي هغه پرېکړه باید جدي وڅیړي کوم چې پکې ویل شوي وو، چې د تلویزون پر مخ د انجونو ماسک اچول هتمي دي.

حکمتیا یاده کړې، چې پر افغان ښځو د داسې اوصول نه پلي کیږي، کوم چې اسلام کې شتون ونه لري. حکمتیار ټینګار کړی

چې نوی حکومت باید د ښځو حقونو ته ژمن پر وعدې ولاړ پاتې شي، او ښځو ته باید ټول حقونه یو شان ورکړي.

Leave a Comment