ځانګړې مطالب

کیسه څه ده؟ د څلورو ویډیوګانو خلاصه

FB IMG 16619280642714668
Avatar photo
Written by Zwak News

کیسه څه ده؟ د څلورو ویډیوګانو خلاصه
ـــــــــــــــــــــــــــــــــــ
دغه جینۍ چې د کابل معالجوي طب محصله ده او ځان الهه معرفي کوي، د ملي امنیت یو مخکني کارمند لور ده. وايي د کورنیو چارو وزارت مخکني ویاند س/خ شپږ میاشتې مخکې د استخباراتو په ریاست کې په زور ځانته نکاح کړې یم. او دا شپږ میاشتې مسلسل له شکنجو لاندې یم.

• بربنډې ویډیوګانې یې راڅخه جوړې کړي او اخطار یې راکړی که غږ دې پورته کړ نو ویډیوګانې دې خپروم .
• غوښتل مې له هیواده ووځم، خو تورخم کې چې مې کله د خروجي ټاپه وهله یو کس ونیولم او راته یې وویل چې چینار ټکور په نوم کس راته زنګ وهلی وروسته یې زه زندان ته واچولم او بیرته یې س/ خ ته وسپارلم

او راته یې وویل په پښو ورله پرېوځه.
• اوسمهال ګلبهار سنټر 306 نمبر اپارتمان کې چې د بهرنیو چارو وزارت کوڅه کې واقع دی هلته د یو زنداني په څېر یم او د س/ خ ټوله کورنۍ راباندې جنسي تشدد کوي، وهي ټکوي مې او راته وايي چې ته ولې زموږ له کوره تښتېدلې یې، ودې شرمولو، پاسپورټ تذکره هر څه یې راڅخه اخیستي، دومره خواړه راکوي چې پرې ژوندۍ یم.

• کله چې یې بېرته ونیولم یو بل ط. ورته وویل دا جینۍ شل کاله د جمهوریت او اشغال تر سیوري لاندې پاتې شوې، مرتده ده او باید (س ن ګ س ا ر ) شي خو ما ورته وویل زما ګناه څه ده؟ نکاح خو راسره په جبر شوې
• س/ خ یو دروغجن انسان دی، د یوې بهانې جوړولو لپاره 1000 نور دروغ وايي.
• ښايي دا مې اخري ویډیو شي، وژل کېږم. د الله خاطر وکړئ ومې ژغورئ.

نوټ: دا د دغې خورکۍ خبرې دي، ګڼو ملګرو تپوسونه کول ما په دې خاطر خلاصه خپره کړه. س/ خ باید پخپله وضاحت ورکړي چې اصلي کیسه ده؟

تاسو هم خپل نظر شریک کړئ

Leave a Comment