سپورټ

کیرون پولارډ له ای پي ایل هم استعفاء اعلان کړه ځکه هعه سره

kieron pollard IPL 2022
Avatar photo
Written by Zwak News

کیرون پولارډ له ای پي ایل هم استعفاء اعلان کړه

د ممبۍ انډيانز لوبډلې مخکښ لوبغاړي کیرون پولارډ د ای پي ایل سيالیو څخه تقاعدي اعلان کړه،خو نوموړی به د ممبۍ انډيانز لوبډلې سره دا ځلې د توپ وهنې د روزونکي په توګه کار پیل کړي.

ویسټ انډيزی کیرون پولارډ د ممبۍ انډيانز لوبډلې یوه ستره پایه شمیرل کیدله او د نوموړي په شتون کې ممبۍ انډيانز زیاتره نه ګټوونکي لوبې هم ګټلي دي.

کیرون پولارډ په ۲۰۱۰ کال کې د ممبۍ انډيانز لوبډلې سره یو ځای شوی وو.د نوموړي په شتون کې ممبۍ انډيانز لوبډلې پنځه ځلې د ای پي ایل سيالیو اتلوالي او همداشان دوه ځلې یې چمپيون شیپ سیالیو اتلوالي ګټلې.

د ممبۍ انډيانز لوبډلې سپانسر او مشر امباني هم د کیرون پولارډ کیریر ستایلی او ویلي یې دي چې دده په برکت سره ممبۍ انډيانز لوبډلې د ای پي ایل او چمپیون شيپ اتلوالۍ ګټلي دي،نوموړي زیاته کړې چې نوموړی به د فیلډ د باندې بیا هم له ممبۍ انډيانز کورنۍ سره وي او نورو ځوانو لوبغاړو ته به د لوبو په برخه کې مشورې ورکوي،امباني همداشان پولارډ ته د ژوند په راتلوونکي پړاونو کې د ښه بحت غوښتنه کړي ده.

کیرون پولارډ هم پخپلو خبرو کې ویلي چې اوس یې وخت دی چې نور له د لوبو له ډګر ووځي او یو بل پړاو کې داخل شي،هغه زیاتوي چې هر ځای ممبيي وي،هغه به یې په خدمت کې وي او هره برخه کې به ورسره کار ته دوام ورکړي.

ممبيي لپاره د نوموړي لپاره کارکردګۍ:

+ کیرون پولارډ د ممبۍ انډيانز لوبډلې لپاره دوهم زیاتې منډې جوړونکی لوبغاړی وو چې ۳۹۱۵ منډې یې جوړې کړې.

+ د ممبيي لپآره یې ای پي ایل کې تر ټولو ډيرې شپږیزې وهونکی لوبغاړی و او ټولې یې ۲۲۳ شپږیزې وهلي وې.

+ دریم زیات کیچ اخیستوونکی لوبغاړی و او ۱۰۳ کیچونه یې اخیستي وو.

+ پنځم زیات ځلې د سيالۍ غوره لوبغاړی پاتی شوی او ۱۴ ځلې یې جایزه یې
اخیستي.

+ د ممبيي لپاره دوهم چټکې نیمه سلیزې جوړونکی لوبغاړی و چې په ۱۷ توپونو یې نیمه سلیزه جوړه کړې.

+ د ممبيي لپاره دوهم لوړ سټرایک لروونکی لوبغاړی و او د هغه سټرایک رېټ ۱۴۷.۳۲ کې و.

Leave a Comment