کوکا کولا کمپنۍ په لومړي کال ناکامه شوه، مالکینو یې کمپنۍ وتړله، یو سړی د مشورې په توګه یاد کمپنۍ ته لاړ او مالکینو ته یې وویل : زه ستاسې کمپنۍ کامیابوم خو یو شرط لرم، هغه دا چې
تاسې به ماته دده په بدل کې 30 میلیونه ډالر راکوئ، د کمپنۍ مالکینو ورسره ومنله او نوموړي شخص سره یې د 30 ملیونه ډالرو سند لاسلیک کړ!
نوموړي شخص د کمپنۍ مالکینو ته د 30 میلیونه ډالرو په بدل کې فقط همدا یوه خبره وکړه چې : کوکاکولا باید یخ
وڅښل شي!
تر دې وړاندې خلکو کوکاکولا ګرمه څښله، ګرم کوکاکولا هیڅ خوند نه لري نو ځکه ناکامه شوه، مالکینو سره یې هم دا فکر نه وو چې بازار ته له وړاندې کولو دمخه خپلو مشتریانو ته د یخولو
توصیعه وکړي!
له نوموړي شخص څخه یې وپوښتل : چې تاسې څنګه پوی شوئ چې کوکاکولا باید یخه وڅښل شي؟
نوموړي ځواب ورکړ مانه پرون ماښام غلطۍ کې له سبزي او فروټو سره د کوکاکولا بوتل ټوله شپه یخچال کې پاتې شوی وو، سهار چې مو یخه وڅښله نو خوند یې بیخي بل ډول (خوندور) وو ځکه مې تاسې سره دغه مشوره شریکه کړه
او اوس ډېر زیات خوښ یم چې د 30 میلیونه ډالرو خاوند یم!