جنسي لارښود

که کوروالي ونکړئ په کومو مشکلاتو به اخته شئ

20220818 214912
Avatar photo
Written by Zwak News

سک+س یا جن+سي اړیکې د انسانانو د گډ ژوند د عمده اړتیاو څخه ګڼل کیږي چې نشتوالی او کموالی یې د یو لړ روغتیایي او ټولنیزو ستونزو سبب
کیدی شي.

امریکایي معتبرې ویب‌پاڼې WebMD د جنسي مقاربت یا سکس د نشتوالي او یا لږوالي اړوند یو لړ مشکلات په گوته کړي دي.

اندیښنه او اضطراب
کله چې یو انسان اندیښنه ولري، ښایي سک+س وروستی څیز وي چې هغه پرې فکر کوي. داسې باور دی چې سک+س د هغو هورمونونو د کموالي سبب کیږي چې بدن یې د تشویش او اضطراب پر وخت تولیدوي.
سک+س انسان خوشحال او صحتمنده کوي؛ هغه عناصر چې د تشویش د له منځه تللو لپاره اړین پیژندل کیږي.
د زړه سلامتي

څیړونکي وایي هغوی چې د میاشتې یو ځل یا لږ جن+سي مقاربت کوي، د هغو په پرتله چې په اونۍ کې دوه ځلې سک+س کوي په قلبي امراضو زیات اخته کیږي. سک+س انسان د فزیکي او روحي پلوه تقویه کوي، فزیکي فعالیت زیاتوي او د قلب عضلې قوي کوي. هغه زړه چې قوي عضلات ولري لږ په مشکلاتو اخته کیږي.

د حافظې کمزورتیا
په گډ ژوند کې منظمې جنسي اړیکې د حافظې د ښه والي سره اړیکه لري، په ځانگړې توگه د ٥٠ او ٨٩ کلونو ترمنځ. خو د حافظې د کمزورتیا سره د سک+س د کموالي او جن+سي مقاربت مستقیمه اړیکه نده څرگنده شوې.
د بدن دمعافیتي سیستم کمزورتیا
په اونۍ کې لږ تر لږه یو ځل سک+س کولای شي د بدن معافیتي سیستم تقویه کړي. هغه کسان چې کم سک+س کوي ښایي زیات په ناروغیو اخته شي. منظم سک+س ښایي په بدن کې د ایمیونوگلوبولین A کچه زیاته کړي؛ هغه عناصر چې د مکروبونو سره جنگیږي او په مکروبي ناروغیو باندې د انسان د اخته کیدو مخنیوی کوي.

د پروستات سلامتي
ددې دلیل چې ولې کم سک+س کول د نارینو د پروستات د غدې په سلامتۍ باندې اثر کوي په دقیقه توگه واضح نده، خو لږ تر لږه یوې څیړنې ښودلي چې هغوی چې په یوه میاشت کې د اوه ځلو نه لږ د سک+س ارگاسم لري یا په بل عبارت ارضاع کیږي د هغو په پرتله چې په عین موده کې لږ تر لږه ٢١ ځلې ارضاع کیږي زیات د پروستات په سرطان اخته کیږي.
لږ خوب کول

له سک+س پرته ښایي په بدن کې د پرولکتین او اوکسیتوسین هورمونونه کم شي. دغه دوه هورمونونه د ارام خوب سبب کیږي. د سک+س پر وخت د ښځو په بدن کې د استروجن هورمونونه زیات تولیدیږي او د هغوی د ارام خوب سبب کیږي.
داکتره ادیبه شریفی

Leave a Comment