طب

که چېرې د نارينه تناسليآله نه پورته کيږي نو لاندېکړنې دې عملي شي

20220805 111231
Avatar photo
Written by Zwak News

که چېرې د نارينه تناسلي آله نه پورته کيږي نو لاندې کړنې دې عملي شي. – د تناسلي آلي د پورته کېدو لپاره جراحي عملياتو ته اړتيا نشته، یوازې په ډېرو سختو او جدي حالتو کې ډاکټر د نارينه د تناسلي آلې د جراحي عملياتو توصيه
کوي.

– د نشه يي توکو لکه شراب، تمباکو ، الکول، چرس، پودر ، تریاک او سېگرېټو له کارونې دې ډډه وشي.
– له خپلې ميرمنې سره دې ستونزه شريکه شي، جنسي اړيکې دې په داسې ډول تر سره شي، چې تمريني بڼه ولري، نه د جنسي غرېزې د پوره کېدو موخه.
– هغه درمل چې د نورو نارغيو څخه خوړل كيږي، د يو وخت لپاره د بند شي، ترڅو څرگنده شي، چې کوم درمل د تناسلي آلې په نه پورته کېدو اغېز کړی. هر کله چې ياد درمل په گوته شول، نو هغه بايد ونه خورل شي.

– د ډاکتر د مشورې مطابق دې، دغه دوا د يو لنډ وخت لپاره وخوړل شي، ترڅو تناسلي آله پورته شي.

وایگرا Viagra تادالافيل tadalafil لېوېټرا Levitra دغه گولی باید د ډاکټر په مشوره وخوړل شي، که چېرې يو څوگ د زړه ناورغي ولري، نو بيا د يادو درملو خوړل ورته مضر دي.

– ښه او قوي خواړه باید وخوړل شي، تمرين دې تر سره شي، ترڅو وجود په فزيکي ډول سره غښتلی ووسي.

– که ستونزه فزيکي وي، نو د نارينه د تناسلي آلي جراحي عمليات دې تر سره شي.

۵- که چېرې نارينه له وخت مخکې او زر انزال ته رسيږي، نو له لاندې لارو دې گټه پورته شي. – هر کله چې يو کس د زر انزال ستونزه ولري، نو د ادرار (تشي متيازې) په وخت کې دې، ادرار د يو څو ثانیو لپاره بند کړي او بيا دې عضلي سستي کړي ترڅو ادرار بهر شي.

دا کړنه دې د هر ځل تشناب په وخت کې درې – څلور ځلې تر سره شي او تر يوې مياشتې يا تر هغه چې ناروغي له منځ لاړه شي، بايد په دې ډول د عضلاتو د سختوالي تمرين تر سره شي.

– کله چې له خپلې ميرمنې سره جنسي اړيکې تر سره کيږي، نو خاوند بايد ښه تحريک شي، بيا دې هڅه وشي، چې جنسي تحريک له منځه لاړ شي. دا کړنه دې هم په هر ځل جنسي اړيکو کې له درېيو څخه بيا تر څلور ځلو تكرار شي، ترڅو عضلالت سخت شي.

– کانډوم Condoms دې واغوستل شي.
کانډوم يا پوگاڼه کولی شي، چې د ښځې او خاوند د تناسلي آلو د مسقیم تماس مخه ونيسي. هر کله چې تناسلي آلې په مسقیم ډول سره په تماس کې نه وي، نو جنسي تحريک کميږي او په دې ډول د زر انزال مخنيوي کيږي.

– د ډاکټر د مشورې مطابق، د نارينه په تناسلي آلي باندې د بې هوښۍ لاندې سپرې او کرېمونه د جنسي اړيکو د تر سره کولو څخه ١٥ يا ۲۰ دقیقې وړاندې وهل کيږي.

بېنزو كاين benzocaine لېډو كاين lidocaine پرېلو كاين prilocaine تر ټولو مهمه دا ده، چې د جنسي کمزورتيا ستونزې له متخصص ډاکټر او د ژوند له ملگرې سره شریکې شي او د ناروغۍ له تشخيص وروسته يې درملنه تر سره شي.

کتاب: #جنسي_لارشود

Leave a Comment