طب

که ویښته مو کمزوري وي دغه ۱۰ سپارښتنې خامخا عملي کړئ

ACell Hair Therapy BA Top
Avatar photo
Written by Zwak News

تاسو به خامخا د هاليووډ او باليووډ په فلمونو کې د نوموتو ستورو ویښته لیدلي وي، چې خورا ښکلي، اوږده او سالم دي، خو آیا د دغو نوموتو ستورو د ویښتانو د سالموالي په اړه مو کله فکر کړی دی؟ د ښکلو او سالمو ويښتانو له پاره د يوازې غوره شامپوګانې او تېل اړین نه دي، ځيني عملونه هم دي، چې پر مټ یې تاسو کولای شئ ښکلي او سالم ويښتان ولرئ.

په اوونۍ کې خامخا خپل ویښتان ۲ یا ۳ ځلې په تودو اوبو سره ومینځئ
البته که تاسو داسې ځای کې کار کوئ، چې له امله یې ستاسو بدن او ویښتان ژر خیرنېږي، نو بیا کولای شئ، چې ويښتان مو څو – څو ځلې ومینځئ او پاک یې وساتئ. همدا ډول په هغو ځایونو کې چې ګرد وي او هوا خرابه وي، نو بیا کوښښ وکړئ، چې ويښته مو له یو دسمال یا خولۍ سره پټ کړئ.

ويښتان مو په غوره او کیفیت لرونکې شامپو سره ومینځئ
ټولې شامپوګانې ستاسو د ویښتانو له پاره مناسبې او ګټورې نه دي، بلکې ځينې شامپوګانې خو ستاسو د ويښتانو د خرابېدو سبب هم ګرځي. ځينې شامپوګانې بې کیفیته وي او له مضره موادو نه جوړې شوې وي، چې تاسو یې باید له کارولو څخه ډډه وکړئ. د شامپو د پېرلو په وخت کې د هغې د کمپنۍ نوم او ځانګړنو ته پام وکړئ او ښه يې پکې وپېرئ.

غوره خواړه وخورئ
د ځيني ارتزاکي موادو له خوړلو څخه ډډه وکړئ. ځيني هغه خواړه چې کلسیم پکې کم وي او خوړل یې انسان ته ډېره ګټه نه رسوي، د هغو له خوړلو نه ډډه وکړئ. همدا ډول د بې غواړو خواړو خوړل هم کم کړئ او کوښښ وکړئ، چې هغه خواړه وخورئ، چې غوره او سالمو غواړو کې پاخه شوي وي.

ويښتان مو له مینځو نه وروسته په دست پاک سره مه وچوئ
کوښښ وکړئ، چې د ويښتانو له مینځلو نه وروسته، ويښته له دست پاک سره وچ نه کړئ، بلکې پرې یې ږدئ، چې پخپله وچ شي. که چېرته مو ويښته تازه مینځلي وي او تاسو یې له دست پاک سره وچ کړئ، نو ستاسو ويښتان به ورژېږي او بیا به د تل له پاره نمو و نه کړي.

کوښښ وکړئ، چې ډېرې اوبه وڅښئ
د ډېرو اوبو څښلو سره مو ويښته غټېږي. کوښښ وکړئ، چې ډېرې اوبه وڅښئ، البته تړمې یا لږې ګرمې اوبه مو د روغتیا له پاره ډېره ګټه کوي.

ـ وريښمین بالښت باندې سر کېږدئ

وريښمین بالښتونه د انسان د ویښتانو په رژېدلو کې کمی راولي. همدا ډول له وريښمین بالښت سره د انسان د سر ويښتان ډېر نه سولېږي، چې په پایله کې د انسان د سر ويښتان له رژېدلو او کمزوري کېدلو نه بچ پاتې کېږي.

خاص د الله ج د رضا په خاطر یې شیر کړئ

Leave a Comment