. زه له خپلو ټولو تیروتنو نه مننه کوم، ځکه چې همدا تیروتنې په اصل کې زما د هوښیارۍ اصلي وسیلې وې. زه هڅه نه کوم چې بشپړ واوسم. تل غواړم چې یو کار په ښه توګه ترسره کړم.. د دې په اړه تشویش کول چې نور خلک به ستا په اړه څه فکر کوي، یوازې د وخت ضایع کول دي.
دا چې خلک زما په اړه څه فکر کوي، دا ټولې مفکورې یوازې د هغوی دي او له ماسره هیڅ هم نه شي کولای. زه له خپل ځان سره مینه لرم چې هر رقم یم او له نورو خلکو څخه دا تمه هم نه کوم چې ګوندې دوی به ما خوشاله کړي.
۳. د خوشاله او خفه اوسیدو پریکړه یوازې ما پورې اړه لري، او زه له دې دواړو تل خوشاله اوسیدل انتخابوم. پرته زما له رضایت څخه، هیڅوک هم نه شي کولای چې ما وزوروي او یا هم خپه مې کړي.
۴. موږ باید تل هغو کارونو ته “نه” ووایو چې موږ یې ترسره کول نه غواړو. که ووایم، چې هو کوم یې او په حقیقت کې نه یې شم کولای، نو دا داسې احساس کیږي لکه جبراً چې یو کار په ځان منې.۵. زه تل دا غوره کوم چې څنګه خپل ارزښتناک وخت تیر کړم او له کومو کسانو سره یې باید تیر کړم. ځکه زما وخت زما د ژوند په مانا دی او هیڅکله بیرته نه رادرومي.۶. ما له نورو خلکو سره له سیالي کولو او ځان له هغوی سره پرتله کولو لاس اخیستی.
د سیالۍ او شریکۍ پرځای، یوازې خپل سفر ته ادامه ورکوم او د خلکو د لاسته راوړنو لپاره خوشاله یم.۷. غواړم چې د ډار د فضا پرځای، د مینې په فضا کې ژوند وکړم او په ډیرښت یې پوره باور لرم. موږ په داسې نړۍ کې ژوند کوو، چې هر چاته د هرڅه زمینه برابره ده.د خدای نړۍ دومره پراخه ده چې موږ ټول په کې له خپلو ټولو سالمو غوښتنو سره ځایدی شو، نو د سیالۍ اړتیا نه شته.
۸. زه په دې پوه شوې یم، چې په ژوند کې چې هغه څه موږ غواړو، په اسانۍ سره یې نه شو ترلاسه کولای. موږ هغه وخت یو څه لاسته راوړو، چې د ترلاسه کولو لپاره یې پر خپلو وړتیاوو باور او ټینګه اراده ولرو