ځانګړې مطالب

که مو دغه (۱۲) کارونه ترسره کړل، نو په دنیا او اخیرت کې به کامیابي ستاسې وي

20220916 110741
Avatar photo
Written by Zwak News

خوشالي يانې همدا روان ژوند هغه ژوند چې تاسې يې همدا مهال کوئ، حال وخت چې هرڅنګه دی و يې منئ او هڅه وکړئ خوندې ترې واخلئ. ځکه تېر را ګرځي نه او راتلونکي زموږ په کنټرول کې نه دي، هغه توقعات چې په نامعلومه راتلونکې پورې اړه لري، يا هم ستاسې د امکان تر کچې لوړې وي زړه مه پرې تړئ ګنې زړه به مو مات شي.

۲ ـ که غواړئ چې کامل و پوره شئ او د همدې مقصد لپاره هڅه کوئ نو که زر کاله ژوند هم ولرئ بيا به هم نيمګړي ياست. بايد ومنئ چې هېڅوک هم پوره نه دي.۴ ـ اندېښنې حل لاره نه ده، يوازې ستاسې زړه خوري او بله کومه ګټه نه کوي. اړينه داده چې کله له ستونزې سره مخ کېږې د اندېښنو پر ځای د ستونزې په حل لارو غور او فکر وکړئ.
۵ ـ ځينې وخت بايد ستونزمنې ورځې تېرې کړو، تر څو عالي درسونه زده کړو. ځکه بهترين درسونه له سختو تجروبو زده کولی شئ.

۶ ـ تر بريا وروسته مغروره کيږئ مه او تر ماتې وروسته ناهلي کېږئ مه: د انسان شخصيت د ماتې او بريا په وخت ښکاره کيږي. لوړ شخصيتونه نه بريا مغروره کولی شي او نه يې ماتې غورځولی شي.
۷ ـ جرمنی عالم البرت انشټين وايي: تاسې هر يو نابغه ياست، يوازې خپله علاقه کشف کړئ. که د علاقې په اساس کار وکړئ عالي به ځکه وي چې همدا کار ستاسې د خوښې کار دی. خو هر کار چې کوئ ښه يې وکړئ، له کار ځان مه خلاصوئ بلکې کار خلاص کړئ.
۸ ـ موږ هر يو د ژوند کولو لپاره پيسو ته اړتيا لرو. بايد کار وکړو تر څو پيسې وګټو، پس انداز ولرو، پانګونه وکړو … خو د پيسو بېځايه لږول يا مصرفول مو پرېشاني زياتوي، بېځايه خرچ کنټرول کړئ او پيسې سمې مديريت کړئ.

۹ ـ موږ بايد و خاندو، و ګورو، باور وکړو، مينه وکړو، ملګري و پالو … او له ژوند خوند واخلو، ټوله ورځ له موبايل، کمپوټر، تلویزون … سره تېرول زموږ تاسې روان ته مشکل پېښوي، اروايي بېماران را نه جوړوي او د خوشالي احساس مو وژني. نو اړينه ده چې هر څه د خپلې اړتيا په اساس تر سره کړئ.
۱۰ ـ خپله و اوسېږئ: ستاسې اصلي ژوند هغه وخت پيلېږي چې د ژوند واګې خپل لاس کې واخلئ او له ځان پرته په هېچا هم تکيه و نه کړئ.۱۱ ـ چانس لکه نا بللی مېلمه کله کله پېښه کوي او ستاسې ور ټکوي، که مو هماغه وخت ګټه ترې پورته کړه ګټه به وکړئ او که مو ځواب ورکړ له لاسه مور ورکړ.

۱۲ ـ د ژوند واقعيتونه و منئ، زيات مسايل داسې دي چې کنټرول يې زموږ تاسې د وس کار نه دی. يوازينۍ لار داده چې صبر وکړئ، زغم ولرئ او هڅه وکړئ چې له ستونزې درس واخلئ.
تاسې کولی شئ همدا نن هم خپلې موخې ته يو قدم ځان نږدې کړئ، راتلونکې معلومه نه ده. که غواړئ خپلې موخې ته ورسېږئ نن ورځ د زينې يوه پله فرض کړئ او يوګام مخکې لاړ شئ.
معلوماتو په اړه خپل نظر وليکى مننه
که معلومات ګټور وى هيله کوو شير يي کړى.

Leave a Comment