تعلیم

که له چاسره مینه لرئ، نو په دې (۷) طریقو یې توجه ځانته جلب کړئ!

20220804 154049
Avatar photo
Written by Zwak News

که له چاسره مینه لرئ، نو په دې (۷) طریقو یې توجه ځانته جلب کړئ!

۱. د موخن کس د شخصيت په اړه ځان پوی کړئ، د هغه له ذوق، خوښو او نا خوښو څيزونو ځان خبر کړئ. دغه شان معلومات له تاسې سره مرسته کوي چې په ځان کې کوم بدلونونه راولئ، تر څو په موخن کس تاثير واچوئ او توجه يې جلب کړئ.

۲. له هغه کس سره چې خوښ مو دی داسې خبرې وکړئ، چې نوې، خوندورې او جالبې وي، دغه خبرې بايد دومره پياوړې وي چې د هغه توجه پرې جلب کړای شئ.

۳. يو غمجن، خپه او ستومان کس د هېچا توجه هم نشي جذبولی، په کار ده چې ژوندی، فعال او خوشاله کس و اوسېږئ تر څو په لومړئ ليدنه کې د مقابل لوري علاقمندي د ځان په اړه زياته کړئ.

۴. صميمي چلند د موخن کس په زړه او عواطفو تاثيرات اچوي او ستاسې خوا ته يې تمايل زياتيږي، د خبرو پر وخت و خاندئ او مودبانه بحث وکړئ.

۵. ډېر په نرمه خبرې وکړئ او د موخن کس خبرو ته ښه په دقیق غوږ و نيسئ.

۶. کله چې له داسې کس سره مجلس کوئ چې غواړئ ملګری مو شي هڅه وکړئ چې و يې خندوئ، ټوکه وکړئ، طنز وواياست او داسې خبرې او حرکات تر سره کړئ چې د خندا وړ وي.

تر څو مقابل لوری ژر جذب کړئ، خلک د هغوی سره ملګرتيا کوي چې د خندولو هنر يې زده وي، کله چې يو کس خندوئ د يوه مثبت فکره کس په سترګه درته ګوري او علاقه يې درسره زياتيږي.

۷. کله مو چې يو کس په ټوله مانا و پېژاند خپل احساسات ورسره شريک کړئ، په داسې کس چې باور نه پرې لرې خپل رازونه مه ورته واياست.

Leave a Comment