ځانګړې مطالب

که غواړی چی مینه ناک ژوند ولری دعه څو خبری عملي کړي

20220913 154124
Avatar photo
Written by Zwak News

دښځونابللی میلمه نه خوښیږي هغوته وخت ورکړی څوتیاری ونیسی اوله هغوسمه پالنه وکړي له ښځی څخه موهروخت پوښتنه وکړی چی کوم کارورته کولی شۍ کله چی له تاسونه دښځی په وړاندی کوم تیروتنه کیږي خپل خپګان ښکاره کړی حتی که تیروتنه ستاسومیرمنی هم کړی وي میرمنی ته مووایاست چی ډيرخپه یم

همیشه ښځوته موپه مسکیوشونډوجواب ورکوی اوپه مسکیوشونډوورسره خبری کوی
له خپلی میرمنی څخه مومننه کوی کوم کاریی چی تاسوته ترسره کړله زړه ورنه مننه وکړی چی هغه پوه شی چی په تاسویی نیکی معلومه ده
همیشه داسی فکروکړی چی ښځه موډيره ښه ده یوه ښه مور ده اویوه ښه ناوی ده که چیری دهغی په وړاندی همداشان فکروکړی یووخت دهغی هم ستاپه وړاندی همداشان فکرونه بدلیږی اومینه یی درسره زیاتیږی اوکوشش کوي لکه څنګه چی تاسوفکرکوی هماغسی څان عیارکړی


بخیل مه اوسه ښځه دی ښه ستایه اوصفت یی کوه خوله حده زیاته یی هم مه ستایه هومره یی وستایه چی هغومره خوبی پکی وي که چیری له حده یی زیاته وستایی هغی ته فکرپیدا کیږی چی پری ملنډی وهی
ددی په څای چی ښه سوغاتونه اوتحفی ورته راوړی خپل وخت ورکړه هغی ته یی معلومه کړه چی تاسو ورته متوجه یاستی حتی یوه ورځ دیوه سخت کارڅخه وروسته ورته سوغات یوسی که هیڅ نه وی دګلو یوه غنچه ورته وروړی په دی ډول سره هغه تاسوسره خوش اخلاقه کیږي
کله موچی دښځی سر خوږیږی مانادانه ده چی هغی ته ژر د درد دارامولو دوا ورکړی دهغی دسر دعلاج دپاره ترټولوښه دوا ستاسو موسکا ده


هیڅکله موله ښځی سره جنګ مه کوی ځکه داهیځ امکان نه لری چی تاسوبه دا جنګ وګټی ښه داده چی حوصله وکړی اوکله چی ښڅه مو ارامه شوه اویاپه سبایی ورته ګیله وکړی هغه به له تاسوڅخه بخښنه وغواړي

Leave a Comment