که غواړی چی میرمن مو حامله شي نو… تاسو باید په هغه وخت کی جنسي اړیکه ټینګه کړی په کوم کی چی د هګۍ د ازادېدو وخت دی. که د میرمنی نورمال میاشتنی دوران ۲۸ ورځې ونیسو نو کله چی میرمنی ته میاشتنی
ناروغی پیدا شوه له همغه وخت نه باید د ورځو شمیر پیل کړو، مهمه نه ده چی ناروغی دری که پنځه ورځی وخت نیسی خو مونږ باید له لومړی ورځی شمیر پیل کړو. که فرض کړو چی ناروغی پنځه ورځی وخت واخیست نو تر دریو نورو ورځو پوری چی ټولی اته ورځی کیږی هیڅ د حاملګی چانس نشته نو که څوک نه غواړی چی اولاد یی پیدا شی هم په دغه دریو ورځو کی په پوره
اخلاص خپلو کی مینه کولی شی او د حاملګی د مخنیوی وسایلو ته هیڅ اړتیا نشته خو له اتمی ورځی بیا تر دولسمی ورځی پوری یو څه د حاملګی امکان شته، مطلب دا چی که نه غواړی میرمن مو حامله شی نو پدی وخت کی د حاملګی د مخنیوی له وسایلو کار اخیستل ښه دی ځکه یو څه احتمال یی شته دی خو له دولسمی ورځی بیا ان تر شپاړسمی پوری د حامله کیدو امکان لوړ دی په تیره بیا په دیارلس، څورلس او پنځلسمه ورځ کی. سربیره پر دی چی دغه وخت د حاملګی لپاره مهم دی په کوم ډول چی تاسو جنسی اړیکه نیسی هغه هم مهمه ده، مغمولا Missionary Position د حامله کیدو لپاره تر ټولو
مناسب ګڼل کیږي. بیا نو له شپاړس نه تر اتلس پوری هم یو څه د حامله کیدو احتمال شته خو له اتلسو تر شلو هم احتیاط غوره ګڼل کیږی او له شلو بیا تر اته ویشتو پوری د حاملګی د وسایلو د کارولو لپاره کومه اړتیا نشته ځکه نور نو د هګۍ د ازادیدو احتمال تقریبا صفر دی. نو که په دغه تقسیم اوقات ځان پوه کړی بیا که غواړی چی د حاملګی مخنیوی وکړی او یا یی را مینځ ته کړی دواړه حالته تاسو پلان کولای شی. ډیر خلک یوازی له دی امله د اولاد څښتنان نه کیږی چی دوی د حامله کیدو لپاره مناسب وخت نه پیژني او یا یی معمولا رخصت په نامناسب وخت کی برابريږى !