1ـ هغوی چې لږ ويده کيږي او يا اندېښنو يې خوبونو تښتولي وي ژر زړيږي او د پوست تازه ګي او جذابيت يې کميږي. که له بې خوبۍ کړيږئ د درملنې لپاره يې لاس په کار شئ.
– کافي خوب د آرام ذهن لرلو او انرژي تر لاسه کولو لپاره لازم دی. بې خوبي ستاسې په څېره فوق العاده منفي تاثيرات لري.
– دغه راز د ويده کېدو په وخت کې پړمخې مه پرېوزئ ځکه دغه مساله د څو کلونو په تېرېدو ستاسې پوست ته تاوان اړولی شي.۲ ـ که تل اندېښمن و اوسېږو، وجود مو د سټرېس يا خپګان هومونونه ترشح کوي چې دغه هورمونونه د ژر زړېدو باعث کيږي.
خپګان د پوست کلاژن ماده له منځه وړي چې له امله يې په پوست ګونځې را پيدا کيږي او تازه ګي يې زيان مومي.
نو د خپګان او وېرې درملنه مو وکړئ.
۳ ـ ځينې کسان سترګې زياتې موښي، خو ددې کار تاوان دادی چې د سترکو شاو خوا پوست مو دا غونه او تورې حلقې پيدا کوي. که د سترګو له موښلو لاس نه شئ اخستی خامخا د سترګو يو متخصص ډاکټر ته ورشئ او ځان تداوي کړئ.
۴ ـ کار پوهان وايي بې کيفيته صابون، کريم، واسلین او مېکپ په پوست ګونځې پيدا کوي، په مخ د داغونو را پيدا کېدو لامل کيږي او د پوست تازه ګي له منځه وړي. بهتره ده چې د ښه کيفيت وال شی انتخاب کړئ.
۵ ـ په ۲۰۱۳ کال په دوه ډوله خلکو يو هغه چې د سيګريټو روږدي ول او بل په ناروږدو کسانو يوه څېړنه ترسره شوه، د څېړنې پای کې معلومه شوه هغه کسان چې، روږدي ول مخونه يې ګونځې، د پوست تازګي يې ختمه او په مخ يې داغونه ليدل کېدل. خو برعکس هغه کسان چې سيګرېټ يې نه څښول پوست يې تازه او بې عيبه وو.
۶ ـ روغتیايي څيړنې وايي، غوسه، وېره او کينه زموږ تاسې په روح و جسم منفي تاثيرات لري او د ژر زړېدو لامل مو کيږي. غوسه د زړه د ناروغيو، ستړيا او د سلولونو د زړښت لامل هم کېدای شي.
که څه هم نشو کولی کرکې او غوسې بيخي تجربه نه کړو خو دا امکان شته چې ځان کنټرول کړو او په زړه کې کينې ته ځای پرې نږدو.۸ ـ څه چې خورو زموږ تاسې په پوست او څهره خپل تاثيرات لري. اړينه ده هغه څه چې زموږ تاسې په روغتيا او ښکلا ښه اغېز نه لري په خوراک کې يې احتياط وکړو.د دې لپاره چې پوست او بڼه مو ځوانه او تازه پاتې شي، C ويټامين لرونکې مېوې او هغه مېوې چې ليکوپين ولري زياتې و خورئ او بدن مو تقويه کړئ، له دې سره سره منظم ورزش هم مه هېروئ. ـ که څه هم چې لاس و مخ په صابون وهل د نظافت لپاره ګټور دي خو ډېر صابون اسعمالول د پوست لپاره ښه نه دی.دغه راز مخ کلک وچول يا په مخ زيږ لاس پاک موښل د مخ وچولو ناسمه طريقه ده چې پوست خرابوي، بهتره ده چې کله مخ وچوی و يې نه موښئ بلکې ټوټه پرمخ داسې کېږدئ چې اوبه يې جذب کړي.
۱۰ ـ زيات ډنګر وجود ښه نه دی، که مو وازدې بيخي اوبه شي او زيات ډنګر شئ بوډا به معلوميږئ.دغه راز زيات چاغښت هم د ښې روغتيا دښمن ګڼل کيږي او ژر مو له ټېپه غورځوي.بايد هڅه وکړو چې وزن مو متعدل وي نه کم وي او نه زيات، د وجود تناسب د ښکلا يو اصل هم دی.معلوماتو په اړه خپل نظر وليکى مننه