روغتیا

که د پوندو له چاودو ځورېږئ نو دغه لارښوونې عملي کړئ

20220904 091924
Avatar photo
Written by Zwak News

که پوندې مو چاودلي وي او تاسې يې د درملنې لپاره ډېرې هڅې کړي وي او ټولې بې ځايه تللي وي ، نو د اندېښنې پر ځای بايد د طبي کارپوهانو دغه لارښوونې عملي کړو . ان شاءالله له دې ستونزو به بې غمه شو .

🟢 د ډاکټرانو په وينا که د چا پوندې تل چودلي وي ، نو اول بايد دغه ناروغ ډېرې اوبه څښل خپل عادت وګرځوي ، چې د بدن اوبه يې پوره وي او تر څنګ يې لاندې لارښوونې عملي کړي .
🍌 کيلې : که موږ کيلې ښې ميده کړو او په چاودو پوندو يې ولګوو ، نو په ډېره لنډه موده کې به مو د پوندو چاودې ښې شي .

🍋 د ليمو اوبه : د طبي کارپوهانو په اند د پوندو او لاسونو د چاودیدو لپاره ليمو تر ټولو غوره او آسانه درمل دي . د ليمو اوبه ، چې په تړمو اوبو کې ګډې کړې او لس دقيقې په کې خپلې پښې کېږدئ نو دا د پوندو د چاودیدو لپاره غوره درملنه ده .

🧊 يوه بله طريقه دا هم ښودل شوې : چې هره شپه له ويده کېدو وړاندې د زيتون تېل په پښو ومښه ، لس دقيقې ورته انتظار وکړه او بيا جرابې پښو کړه او ويده شه . دا کار چې څو وخته تکرار شي ، نو د پوندو چاودې به مو له منځه ځي او بې غمه ژوند به کوئ .

Leave a Comment