تعلیم

که د هلمند سیند اوبو کې د ایران د برخې مسله هواره نه شي نو

20220730 081917
Avatar photo
Written by Zwak News

د ایران د بهرنیو چارو وزیر حسین امیر عبداللهیان د هلمند د اوبو په اړه د افغانستان د بهرنیو چارو سرپرست وزیر امیر خان مت:قي سره ټېلېفوني خبرې کړې دي. د ایران د فارس دولتي خبري اژانس د خبر له مخې، په دې خبرو

کې نوموړي ګواښ کړی که د هلمند سیند اوبو کې د ایران د برخې مسله هواره نه شي نو دا به له افغانستان سره د ایران پر همکاریو منفي اغېز وکړي. تر دې مخکې ایراني رسنیو راپور وکړی و چې د ایران ولسمشر، ابراهیم رییسي

خبرداری ورکړی چې هېواد یې هلمند سيند کې له خپلې برخې اوبو نه تېرېږي. بلخوا د افغانستان د سرپرست حکومت ویاند ذبی:ح الله مجا:هد ویلي، دوی د ایران حق په رسمیت پېژني خو که سیند کې اوبه نه وي له کوم ځایه یې

ورکړي. ياد خبري اژانس د امیر خان متقي له قوله لیکلي چې دوی د هلمند اوبو کې د ایران حق ته ژمن دي او چې کافي اوبه وي نو هغه د ایران لوري ته پرېږدي.

Leave a Comment