جنسي لارښود

که تناسلي آله مو نه پورته کيږي نو لاندې کړنې عملي کړئ!

20220916 085733
Avatar photo
Written by Zwak News

د تناسلي آلې د پورته کېدو لپاره جراحي عملياتو ته اړتيا نشته، يوازې په ډېرو سختو او جدي حالتو کې ډاکټر د نارينه د تناسلي آلې د جراحي عملياتو توصيه کوي.

– د نشه يي توکو لکه شراب، تمباکو، الکول، چرس، پوډر، ترياک او سېګرېټو له کارونې دې ډډه وشي.-له خپلې ميرمنې سره دې ستونزه شريکه شي، جن سي اړيکې دې په داسې ډول تر سره شي، چې تمريني بڼه ولري، نه د جن سي غرېزې د پوره کېدو موخه.
– هغه درمل چې د نورو نارغيو څخه خوړل کيږي، د يو وخت لپاره د بند شي، ترڅو څرګنده شي، چې کوم درمل د تناسلي آلې په نه پورته کېدو اغېز کړی. هر کله چې ياد درمل په ګوته شول، نو هغه بايد ونه خوړل شي.

– د ډاکتر د مشورې مطابق دې، دغه دوا د يو لنډ وخت لپاره وخوړل شي، ترڅو تناسلي آله پورته شي.
وايګرا Viagra
ټاډالافېل tadalafil
لېوېټرا Levitra
دغه ګولۍ بايد د ډاکټر په مشوره وخوړل شي، که چېرې يو څوګ د زړه ناورغي ولري، نو بيا د يادو درملو خوړل ورته مضر دي.

– ښه او قوي خواړه بايد وخوړل شي، تمرين دې تر سره شي، ترڅو وجود په فزيکي ډول سره غښتلی ووسي.
– که ستونزه فزيکي وي، نو د نارينه د تنا سلي آلې جراحي عمليات دې تر سره شي

Leave a Comment