ځواني داسې عمر دی چې تکرار نه لري، انسان په دې وخت کې کافي انرژي لري او په همدې عمر کې د خپل راتلونکي ژوند بنسټ ږدي. د شکل کلنۍ عادتونه ډېر وخت د تل لپاره پاتې کېږي او بدلول يې د ځان وژلو غوندې ګران دي، نو پکار دي چې انسان د خپلې ځوانۍ خيال وساتي او د دې عمر د دې ځوانۍ ته متوجه شي، پوه شي چې دا دوره يو ځل راځي او ډېره ارزښتناکه دوره ده.
په دې ليکنه کې ځوانانو ته ځینې سپارښتنې لرو.
١-: حتماً سپورټ وکړئ
د ځوانۍ وخت د بدن د غړو او عضلو د ودې وخت دی او د دوی د ودې لپاره حرکت او سپورټ حتمي دی، نو په دې وخت کې حتماً يا سپورټ وکړئ يا يو روغ فزيکي بل کار وکړئ.
٢-: چکر ووهئ
څومره چې مو وس وي بل ولايت، بل هېواد ته ولاړ شئ، متفاوت فرهنګ، متفاوت خلک ستاسې فکري سطحه لوړوي او د ژوند تجربه مو زياتوي.
٣-د نه ويل زده کړئ
په دې عمر کې ډېری پرېکړې او کارونه ستاسې راتلونکی ژوند ژور متاثر کوي، نو په دې وخت کې ځان مړ پړ مه اچوئ، مه شرمېږئ او څه چې مو زړه نه و واضح ورته نه ووايئ.
٤-: کتاب ولولئ
کتاب لوستل په هر سن او عمر کې فايده لري، خو په ځوانۍ کې یې لوستل ژور تاثير لري. په دې عمر کې د مختلفو فکرونو او مختلفو ډلو او بخشونو کتابونه ولولئ.
٥-: دوستان مو ډېر کړئ
دوستان او ملګري پېدا کړئ او د ډېرو پېدا کولو ترڅنګ د ملګرو کېفيت ته هم پام وکړئ، په دې نړۍ کې يو خالق بې اړتيا دی، ښه دوستان د يو بل د ښې او بدې ورځې شريکان وي.
٦-: مسولیت واخلئ
د يو کار د کولو د مسؤلیت څخه مه ډارېږئ، همدا وخت دی چې تاسې هر څه زده کوئ او دا ستاسې راتلونکی ټول عمر تر خپل تاثیر لاندې راولي، له دې کبله په ځوانۍ کې مسولیت منل ستاسې څخه په راتلونکي کې يو بامسولیته او باثباته انسان جوړوي.
٧-: صادق اوسئ
رښتينی اوسېدل، صادق انسان کېدل واقعاً يو د ستايلو وړ ارزښت دی، که تريخ هم وي رښتيا ووايئ، که يو دروغ مو وويل مجبور د هغه لپاره بل ووايئ، ژوند او انسانان ډېر اټکل کېدونکي نه دي، تل رښتيني اوسئ تر څو د هېڅ شوم پلان ښکار نه شئ.
٨-: د بدلون څخه مه وېرېږئ
موږ ټول غواړو د اوسني حالت څخه يوه بل تر دې هم ښه حالت ته ورسېږو، يا داسې ووايم موږ تل غواړو پرمختګ وکړو، خو د پرمختګ لپاره بدلون اړين دی، حال دا چې موږ د بدلون څخه ډارېږو، هغه شيان مو خوښېږي چې ورسره عادت یو، خو بېدون له بدلون پرمختګ ممکن نه دی، د پرمختګ لپاره بايد د چانسونو استفاده وکړو او کله کله خطر هم ومنو.
خاص د الله ج د رضا په خاطر یې شیر کړئ