کلارنس سیدورف، د فوټبال افسانوي لوبغاړي، اسلام قبول کړ.
د هالنډ د فوټبال پخواني لوبغاړي او د AC میلان افسانوي لوبغاړي کلارنس سیډورف اعلان وکړ چې هغه اسلام قبول کړی دی. د اجاکس امسټرډم پخواني ستوري دا خبر په خپل انسټاګرام اکوڼت کې اعلان کړ.
چې وروسته دا خبر په ټولنیزو رسنیو کې خپور شوی چې د پخواني نړیوال فوټبالر د مینه والو لخوا خورا ستایل شوی. د سیمه ایزو مطبوعاتو په وینا، پخواني لوبغاړي د متحده عربي اماراتو په دوبۍ کې خپل د اسلام دین قبولیت مرحله بشپړه کړه.
هالنډي لوبغاړي سيدورف ویلي، خوښ دی چې له مسلمانې ټولنې سره یو ځای شوی دی. هغه لیکلي چې هغه “ډیر خوښ او خوشحاله دی چې د نړۍ له ټولو مسلمانو وروڼو او خویندو سره د یوځای کیدو شیبې لمانځي، هغه زیاته کړي ده، ” د “صوفیا [مکرماتي] څخه ځانګړې مننه کوي چې هغه یې د اسلام د معنی په اړه ډیر څه زده کړل.”
سیډورف په عربي او اسلامي نړۍ کې د فوټبال د مینه والو ترمنځ خورا ښه شهرت لري. د سیدورف د اسلام د منلو خبر د ۱۴۴۳ کال د روژې د مبارکې میاشتې له پیل څخه یوه میاشت مخکې راځي،
سیدورف د خپل نوم په اړه وویل چې هغه د خپل نوم د انتخاب په صورت کې وویل چې ګني نوم به یې د مور او پلار په احترام کې ساتي، او نه به يي تغیر کوي.