تعلیم

کرزي يو ځل بيا له تالبانو څحه مهم عوښتنه وکړه

20220720 222144
20220720 222144

پخواني ولسمشر حامد کرزي یو ځل بیا د ښوونځیو پر پرانیستلو ټینګار کړی دی. د پخواني ولسمشر حامد کرزي له مطبوعاتي دفتره په خپره شوې اعلامیه کې راغلي چې د پردیو له احتیاجه د خلاصون یوازینۍ لار زده کړې او تعلیم دی او نوي حکومت ته په کار ده چې د نجونو

او هلکانو پر مخ په مساویانه توګه د ښوونځیو دروازې پرانیزي. هغه همدا راز ویلي چې د بیان ازادي په هېواد کې شفافیت او پرمختګ تظمینوي نو له همدې امله یې له خبریالانو سره د هر ډول مرستې ژمنه کړې ده. حامد کرزي همدا راز ویلي چې خبرې او د نظر څرګندول د افغانانو په بشري حقونو کې راځي چې درناوی ورته اړین دی. تر حامد کرزي وړاندې ګڼو نورو

افغان پخوانیو او اوسنیو سیاستوالو هم د ښوونځیو د پرانیستلو او زده کړو ته د اجازې ورکولو غوښتنه کړې ده.

Leave a Comment