خبرونه

کرزي سخت په عوسه شو او شهباز شريف ته یی سخت پيعور ورکړو

BackgroundEraser 20220924 192621306
Avatar photo
Written by Zwak News

پخواني ولسمشر حامد کرزي په ملګرو ملتونو کې د پاکستان د لومړي وزیر شهباز شریف څرګندونو ته په غبرګون کې ویلي چې له لسیزو راهیسې د تره”ګرو ډلو ځالې پاکستان کې دي او د دغه هېواد ملاتړ لري.

د پاکستان لومړي وزیر پرون د ملګرو ملتونو عمومي غونډه کې د وینا پرمهال ویلي و چې افغانستان کې تره”ګرې ډلې فعالیت لري او دغه هېواد یې په مرکز بدل شوی دی.

حامد کرزی نن شنبه د تلې دویمه پر خپله فېسبوک‌پاڼه لیکلي چې افغانستان د ترهګرۍ قرباني دي او ترهګر د پاکستان تر مستقیم ملاتړ لاندې د افغانستان پر ضد کارول کېږي.

نوموړي همداراز د پاکستان د لومړي وزیر دغه څرګندونې ناسمې او له حقیقت لرې بللي دي.

پخواني ولسمشر پاکستان ته توصیې کړې چې د افغانستان پر وړاندې له ناسمو تبلیغاتو ډډه وکړي او د یوه ښه ګاونډي په توګه د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړیکو پیاوړتیا لپاره کوښښ وکړي.

Leave a Comment