کاهو او فایدې یې
کاهو چې عربی کي ورته خس وایي یوه ګټوره سبزي ده
کاهو اعصاب اراموی. جن+سی غدې په کار اچوی منې زیاتوی او نوری جن’سی فایدې لری.
کاهو ډیر ژر هضمیږی او قبض ماتوی په ګېډه کي خواړه نرموی. بولی ډیروی او د نقرس ناروغ، دروماتیزم ناروغ ته ئې خوړل زیاته فایده کوي.
اعصاب او سترګی قوي کوي د کاهو اوبه ویښتان غټوی.
کاهو که وایشول شي او پر سترګو کښیودل شي سترګی هوسا کوي او د سترګو پاړسوب ورکوی، کله چي د ماشوم مور کاهو وخوري په شیدو کي ښه خوند پیداکوي.
کاهو د تخم غوړی قوي او تناسلی قوت پیداکوي
د یادونې وړ: لمړي کاهو ښه پاک بايد ومينځل شي او یوه یوه پاڼه جلا جلا پاک شي او یا په پوتاشیم ومينځل او ورسته وخوړل شي.