امريکا کې جمهوري غوښتونکي ګوند ويلي، له افغانستانه د پوځيانو د ايستلو
او د تخليې عملياتو کې د ګډوډۍ مسووليت د ولسمشر بايډن پر غاړه دی. د جمهوري غوښتونکي ګوند دا غبرګون په داسې حال کې دی چې د ولسمشر بايډن د ملي امنيت د سلاکار وياند انډرين واټسن په يوه خبري کنفرانس
کې مخکنی ولسمشر ډونالډ ټرمپ ملامت کړ چې له تا:لبا’نو سره يې د دوحې تړون لاسليک کړی و. د کانګريس د استازو جرګه کې د جمهوري غوښتونکي ګوند غړو ويلي، سپينه ماڼۍ کې له افغانستانه د ځواکونو د
ايستلو پرېکړې سمې نه کېدې او پوځيان په داسې حال کې له افغانستانه وايستل شول چې ملکي کسان او ډيپلوماټان لا هلته پاتې وو. جمهوري غوښتونکو استازو يو ځل بيا د بايډن پر ادارې تور پورې کړی چې د امريکا متحدين يې په ډاګ پرېښودل او د دې هر څه مسووليت بايډن ته راجع کيږي.